١- اریوب راډیو:
دغه راډیو په پکتیا کې یوه له فعالو راډیوګانو څخه ده، دا راډيو په اريوب و لسوالۍ کې فعاليت کوي ، چې په ۱۳۸۷ کال کې د ولایتي بیارغونې ډلې ( پي ار ټي) له لوري رامنځته شوه، چې د سهار له شپږو د شپې تر لسو بجو پورې خپرونېلري  او دوه تنه په کې په کار بوخت دي.
د اړیکې شمېره: ۰۷۹۹۱۳۴۵۵۳
٢- پکتیا غږ راډیو:
دا راډیو په پکتیا کې یوه فعاله راډیو ده، چې په ۱۳۸۵ کال کې د ارواښادمحمد ضیا ارمان له لوري رامنځته شوه ، چې د سهار له اوو بجو څخه د شپې تر لسو بجو پورې خپرونې لري. دا راډیو په خپلو اعلانونو تمویلېږي او شل تنه په کې په کار بوخت دي، چې ۵ تنه یې نجونې دي.
د اړیکې شمېره: ۰۷۰۰۲۹۸۹۶۴
٣- څمکني غږ راډیو:
دا هم په پکتیا کې یوه فعاله راډیو ده، چې په څمکنيو ولسوالۍ کې فعاليت کوي، پي ار ټي جوړه کړې وه، خو اوس شخصي شوې ده،  په ۱۳۸۵ کال کې د اسیاف له لوري رامنځته شوه ، اوه تنه په کې په کار بوخت دي.
د اړیکې شمېره: ۰۷۰۰۸۵۸۳۵۹
٤- شواک راډیو:
دا راډيو په شواک ولسوالۍ کې ده، د ولایتي بیارغونې ډلې له لوري د نسیم الله دانش په مشرۍ په ۱۳۸۷ کال کې رامنځته شوه او درې تنه په کې په کار بوخت دي.
د اړیکې شمېره: ۰۷۹۹۱۳۴۵۵۳
٥- اوښتون راډيو:
اوښتون راډيو په ۱۳۹۱ کال کې داوښتون کولتوري ټولنې له خوا جوړه شوې ده ،چې په مرکز ګردېز کې په ۸/۸۸ اپ ام  باندې خپرنې کوي ،ددې راډيو دامتياز څښتن محمد کريم نوښتګر او مسوول يې محمد داوود تپان دی .دغه راډيو ۱۲ ساعته بېلابېلې خپرونې لري ،چې له پکتيا سربېره دپکتيکا ،غزني او لوګر ځينو سيمو کې هم اورېدل کيږي .ددې راډيو مالي لګښت ديادې ټولنې له خوا ورکول کيږي او دکارکوونکو شمېر ېې ۱۸ تنو ته رسيږي .
د اړيکې شمېره :٠٧٧٦١٥٠٠٩٨
٦- پکتیا غږ اونیزه:
دا اونیزه په پکتیا کې یوه فعاله چاپېدونکې اونیزه ده، چې په ۱۳۸۲ کال کې د ارواښادمحمدضیا ارمان عمري له لوري رامنځته شوه. یاده اونیزه هره اونۍ د درې زره ګڼو په شمېر کې چاپېږي او د هېواد لسو ولایتونو کې وېشل کېږي.
د اړیکې شمېره: ۰۷۹۹۵۰۲۷۷۵ ـ ۰۷۰۰۲۹۸۹۶۴
برېښنالیک: [email protected]
٧- میرزکه مجله :
دا په پکتیا کې چاپېدونکې مجله ده ،چې د میرزکې ولسوالۍ د ځوانانو له لوري د لومړي ځل لپاره په ۱۳۸۹ کال کې چاپ شوه. دا مجله د سوداګرو په مالي لګښت تمویلېږي ، چې په پکتیا سربېره خوست او پکتیکا ولایتنو ته هم ځي. لس تنه په کې په کار بوخت دي.
د اړیکې شمېره: ۰۷۹۹۱۴۹۱۸۹ ـ ۰۷۹۷۷۳۳۸۴۳
برېښنالیک: [email protected]
٨- خوځښت مجله:
دا هم په پکتیا کې چاپېدونکې مجله ده، چې د خوځښت کولتوري ټولنې له لوري په ۱۳۸۹ کال کې د سمیع الله پیوند په مسوول مدیریت رامنځته شوه.  دمګړۍ په کې پنځه تنه په کار بوخت دي.
د اړیکې شمېره: ۰۷۰۰۶۸۶۴۶۷
برېښنالیک: [email protected]
٩- سلېمان غرمجله :
دا هم په پکتیا کې چاپېدونکې فعاله دوه میاشتینۍ مجله ده، چې په ۱۳۸۴ کال کې تاسیس شوې او مسوول مدیر یې عبدالله ګل اخلاصيار دی. په پکتیا سربېره کابل، خوست او غزني ولایتونو کې هم وېشل کېږي او ۱۴ تنه په کې په کار بوخت دي.
برېښنالیک: [email protected]
١٠- اوښتون مجله :
اوښتون مجله داوښتون کولتوري ټولنې له خوا په ۱۳۸۷ کال کې تاسيس اوپه هرو درېيو مياشتو کې خپريږي ،چې تر اوسه پورې يې ۱۶ ګڼې چاپ شوي او لاهم چاپيږي ،ددې مجلې مسوول مدير احسان الله مهجور او مرستيال يې ساحل منګل دی . دغه مجله له سوېل ختيځ زون سربېره دټول افغانستان پښتون مېشتو سيمو ته رسيږي
۰۷۰۶۸۳۸۳۹۳
١١- واوره جريده :
واوره جريده په ۱۳۸۵ کال کې دساحل منګل له خوا تاسيس او په خپله يې مسوول مدير دی ،ددې جرېد تر اوسه پورې زيات شمېر ګڼې چاپ شوي  .دغه جريده ۱۲ پاڼې ۲۴ مخه لري ،چې په ساده بڼه چاپيږي .
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۸۱۹۸۲۵۸ 
 [email protected]
١٢-سراب :
سراب اخبارتازه په ۱۳۹۰ کال کې په کار پيل کړی دی ،ددې اخبار مسوول مدير محمد اسمعيل لاروی ، مرستيال يې داوود خان دی او په مياشت کې يو ځل چاپيږي .په دې اخبار کې ادبي ،سياسي ،طنزي او دپکتيا ديوې مياشتې مهمې پېښې پکې چاپيږي .دغه اخبار په لنډ وخت کې زيات شمېر مينه وال پيداکړي او دمسوول مدير له خوا په شخصي لګښت چاپيږي .
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۶۸۳۸۳۴۳