۱- ناجيه ايماق :
د بغلان د خلکو استازې – رايې: ۱۳۷۳
استاد ناجيه ايماق د حاجي جمعه محمد لور ، چې په ١٣٥٠لمريز کال د بغلان ولايت په پلخمري  کې زيږيدلې ده او کورنۍيې له اره د دهنه غوري څخه دي. نوموړې منځنۍ زده کړې د پلخمري په اسلام قلعه ښوونځي کې ترسره کړې دي او په ١٣٦٣لمريز کال کې  له همدې لېسې څخه فارغه شوې ده. د ادبياتو  لېسانس سند يې په ١٣٧٠لمريز کال کې د کابل د پيداګوژۍ   څخه ترلاسه کړى دى، نوموړې د وکالت څخه د مخه د١٥کلونو لپاره د بغلان په دارالمعلمين کې د ښوونکې په توګه دنده سرته رسولې او له ١٣٨١څخه تر ١٣٨٢کال پورې دهمدې ادارې رييسه وه . ايماق په بيړنۍ لويه جرګه کې ګډون کړى او په پنځلسمه دوره کې هم په ولسي جرکه کې د بغلان د خلکو د استازې په توګه پاتې شوې او ددويم ځل لپاره د ولسي جرګې د غړې په توګه وټاکل شوه.
د اړيکې شمېره :۰۷۰۰۷۰۳۱۸۹
۲- دلاور ايماق :
د بغلان د خلکو استازى-رايې:٣٨٥٦

دلاور ايماق د شيرمحمد زوى، چې  په ١٣٤٢لمريزکال د بغلان ولايت په نهرين ولسوالۍ کې زيږيدلى دى. نوموړي لومړنۍ او منځنى زده کړې په نهرين ولسوالۍ کې ترسره کړي او په ١٣٦١لمريز کال  کې د کابل حربي پوهنتون څخه فارغ شوى دى.نوموړي د کنډک د قوماندان، د لواءد  قوماندان، د فرقې قوماندان او د بغلان ولايت د امنيه قوماندانۍ د مرستيال په توګه يې دندې ترسره کړې دي.
د اړيکو شميره :۰۷۰۰۶۱۶۱۷۶
۳- شکريه عيسی خېل :
د بغلان د خلکو استازې –رايې: ۵۲۴۷

 شکريه عيسى خېل د عيسى خان لور، چې  په ١٣٤٦لمريزکال  کې د بغلان په پلخمري ښار کې زيږيدلې ده. نوموړې په ١٣٨٤لمريز کال د لېسانس سند د بغلان د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه ترلاسه کړى . هغه د اضطراري لويې جرګې غړې، په بغلان ولايت کې د اساسي قانون د کمېسون په دفتر کې کارکوونکې، د ټاکنو کمېسيون ټرينره، په پنځلسمه او شپاړسمه دوره کې د ولسي جرګې غړې، د سولې جرګې غړې او د پاکستان او افغانستان د جرګې غړې په توګه يې دندې ترسره کړې دي.
د اړيکو شميره :۰۷۰۶۳۰۱۱۱۱
 ۴- عبيدالله رامين :
دبغلان دخلکو استازى –رايې: ۵۳۶۲

عبيدالله رامين د محمد عمر زوى، چې په ١٣٣١لمريز کال د بغلان ولايت په فرنګ ولسوالۍ کې زيږيدلى دى.
نوموړي لومړنۍ زده کړي  دخوست فرنګ لېسه  او ثانوي زده کړې يې د بغلان په لېسه کې ترسره کړې دي.
رامين په ١٣٥٥لمريز کال کې د کابل پوهنتون د اقتصاد او کرنيز پراختيا په برخه کې د لېسانس تر کچې زده کړې کړې دي.نوموړي له ١٣٥٧څخه تر١٣٦٠پورې د پراختيايي بانک د مفتتش، له ١٣٦٠څخه تر ١٣٦٢پورې د افغانستان د بانکونو د کوپراتيفونو د رييس او له هغه وروسته تر ١٣٨١لمريز کال پورې په اقتصادي او سوداګريزو چارو بوخت و، او له ١٣٨٢څخه تر ١٣٨٣ پورې د افغانستان سوداګرو او اصنافو د مرکز د رييس او له هغه وروسته له ١٣٨٤ څخه تر ١٣٨٧پورې د څلورو کلونو لپاره دکرنې د وزير په توګه دنده ترسره کوله.د افغانستان د توليدکوونکو او صادرکوونکو د ټولنې د بنسټ ايښودونکي او رييس په توګه دنده ترسره کوي.
د اړيکې شميره :۰۷۰۰۸۹۸۹۸۹
برېښناليک: [email protected]
    ۵- حاجي عاشق الله وفا:
حاجي عاشق الله وفا د عبد الغفار زوى ، چې په ١٣٤٩لمريزکال کې د بغلان په پلخمري ښار کې زيږيدلى او له اره د پروان ولايت د غوربند ولسوالۍ   دى. وفا په ١٣٦٢لمريز کال د بغلان له لېسې څخه فارغ شوى دى. هغه د ګازو او نفتو په برخه کې پانګونه کړې  او د پلخمري، کابل او د حيرتان د بندرونو له  لارې ګاز او نفت راواردوي.
د اړيکې شميره :۰۷۰۰۷۱۱۷۱۱
برېښناليک:  [email protected]
۶- سيد منصور نادري:
سيد منصورنادري د سيدنادرشاه زوى، چې په ١٣١٥لمريز کال د بغلان ولايت په دوشي ولسوالۍ کې زيږيدلى  او خصوصي زده کړي يې کړې دي. نوموړي د ډاکټر نجيب الله په رژيم کې د بغلان انتخابي سناتور، په پلخمري کې د ٨٠فرقې قوماندان، د حکيم ناصرخسرو د فرهنګي مرکز د بنسټ ايښودونکى او ريس، د افغانستان د اسماعيله فرقې مذهبي مشر، او د استاد رباني د حکومت په موده کې د مرستيال ولسمشر په توګه دندې ترسره کړې دي. هغه په ١٣٨٤کال کې د ولسي جرګې پنځلمسې دورې ته لاره پيدا کړه او په ١٣٨٨کال ددويم ځل لپاره د بغلان د خلکو له خوا و ټاکل شو، هغه همدارنګه د سولې عالي شورا غړى او د پيوند ملي افغانستان د ګوند مشر دى.
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۰۲۰۴۰۷۷
 ۷- محمد عظيم محسني:
محمد عظيم محسني د محمد حسن زوى، چې په ١٣٥٣لمريز کال کې د بغلان ولايت په ده صلاح کې زيږيدلى دى. نوموړي ثانوي زده کړ ې په ١٣٧٨لمريز کال  کې په سنګران ليسه ترسره کړي، په ١٣٨٦لمريز کال کې د بغلان له پوهنتون څخه  يې په اجتماعي علومو کې د لېسانس سند ترلاسه کړى ، محسني په نظامي برخه کې له لسو کلونو څخه زياته تجربه لري. اوسمهال په سوداګرۍ بوخت دى او د پامير شرکت مشر دى.
د اړيکې شميره :۰۷۹۹۲۸۸۳۰۰
[email protected]برېښناليک:
۸-  ډاکټرمحى الدين مهدي:
محى الدين مهدي د نور احمد زوى، چې  په ١٣٣٤لمريز کال کې د بغلان ولايت په اندراب ولسوالۍ کې زيږيدلى دى.
نوموړي په ١٣٥٧لمريز کال کې له کابل پوهنتون څخه د طب په برخه کې د لېسانس سند ترلاسه کړى  او د تاجکستان  د علومو  اکاډمۍ ه د ژبپوهنې په برخه کې يې دوکتورا کړې ده. د هغه له ٣٤ اثارو څخه دولس يې خپاره شوي، چې مشهور يې ګفتمان ملى افغانستان، درست نويسي، تاريخ و زبان و ادبيات دي، هغه له ١٣٧١څخه تر ١٣٧٥کال پورې د پلان وزارت د مرستيال په توګه، له ١٣٧٥څخه تر ١٣٨٠کال پورې په تاجکستان کې د سفير مرستيال، د لوړوزده کړو وزارت د نصاب جوړولو د کمېسيون غړى، د بېړنۍ او اساسي قانون د لويو جرګو غړى، په ١٣٨١څخه تر١٣٨٥کال پورې د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد، د شهر مجلې مسوول مدير او نورې دندې ترسره کړې دي.
د اړيکې شمېره :۰۷۰۰۲۷۵۵۷۰
بریښنالیک: [email protected]