د بغلان ولايتي شورا ١٥ غړي لري چې د ولايتي شوراګانو د ١٣٩٣ لمريز کال ټاکنو کې ددې شورا درې پخواني غړي هم يو ځل بيا کامياب شوي دي.
 
١-ډاکټر محمد صفدر محسني:
ډاکټر محمدصفدر محسني د محمدمحسن زوى ، چې په ١٣٥٤ لمريز کال کې د بغلان ولايت په ده صلاح ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې کړي او د خنجان ولسوالۍ د ابومسلم خراساني لېسې له دوولسم ټولګي څخه فارغ شوى دى.
نوموړى وروسته د بلخ پوهنتون د طب پوهنځي ته شامل او له فراغت وروسته د بغلان عامې روغتيا رياست کې د ماشومانو او ځوانانو  څانګې د امر په توګه وټاکل شو.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٧٤١٧١٧
  ٢-حيات الله وفا:
حيات الله وفا د عبدالغفار زوى، چې په ١٣٥٤ لمريز کال کې په پخلمري ښار کې زېږېدلى دى. نوموړي لومړنۍ زده کړې په ميهن لېسه او منځنۍ يې په حضرت عمر فاروق لېسه کې  پاى ته رسولې دي.
د اړيکې شمېره: ٠٧٨٨٧١١٧١١
٣-اسدالله شهباز:
اسدالله شهباز د عتيق الله زوى، چې په ١٣٦١ لمريز کال کې د مرکزي بغلان ولسوالۍ په شاهي خېل کلي زېږېدلى دى. شهباز د ښوونځي لومړنۍ او لېسې دوره په شاهي خېل ښوونځي کې پاى ته رسولې او وروسته يې ازاد کاروبار ته مخه کړې ده. نوموړى د ولايتي شورا له پخوانيو غړو دى او د روان کال ټاکنو کې يو ځل بيا ولايتي شورا ته بريالى شو.
شهباز په تېره دوره کې د ولايتي شورا مرستيال و او اوسمهال په بغلان کې د حکيم سنايي پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د شپې پوهنځي د درېيم کال محصل دى.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٧١٤٦٠٠
  ٤-مولوي عبدالولي راجي:
مولوي عبدالولي راجي د مولوي محمد عارف زوى، چې په ١٣٥٢ لمريز کال کې د بغلان ولايت  په خوست ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. راجي د لېسې دوره په همدې ولسوالۍ کې پاى ته رسولې او وروسته د جمعيت اسلامي ګوند د مجاهدينو له ليکو سره يو ځاى شوى دى.
نوموړي دوه کاله د قاضي په توګه هم دنده اجرا کړې او د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معينيت څخه يې د ليسانس سند تر ګوتو کړى دى. مولوي راجي په ١٣٨٨ لمريز کال کې  ولايتي شورا ته  لار  ومونده او تر برياليتوب وروسته مشرانو جرګې ته ولېږل شو.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٥٧٤٠٧١٨
٥-محمدظريف ظريف:
محمد ظريف د سليمان زوى ، چې په ١٣٦٢ لمريز کال کې د اندراب په ده صلاح ولسوالۍ کې زېږېدلى او د همدې ولسوالۍ د سنګبران لېسې له دوولسم ټولګي تر فراغت وروسته د شمال زون د رېل پټلۍ امريت د حق العبور د مامور په توګه پاتې شوى دى.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٠٢٠٠٠٤
  ٦-علم جان مجاهد:
علم جان مجاهد د محمدجان زوى، چې په ١٣٤٣ لمريز کال کې د پلخمري په ښار کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې په پلخمري ښار کې تر سره کړي او په ١٣٥٧ لمريز کال کې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د مجاهدينو له  ليکو سره يو ځاى شو. نوموړى له پخوانيو جهادي قوماندانانو څخه شمېرل کېږي.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٦٧٩١٦١٦
  ٧-سميع الدين ناظر:
سميع الدين ناظر د شمس الدين زوى، چې په ١٣٥٣ لمريز کال کې په دوشي ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. ناظر تر دوولسم ټولګي پورې په  همدې ولسوالۍ کې زده کړې کړې دي، رسمي دنده يې نه ده تر سره کړې او د اوو کلونو لپاره يې د قومي مخور په توګه يې خدمت کړى دى. نوموړى د ولايتي شورا د پلاوي په داخلي ټاکنو کې د شورا د منشي په توګه وټاکل شو.
د  اړيکې شمېره: ٠٧٩٠٢١٨٥٠٠
٨-بسم الله عطاش :
بسم الله عطاش د بابه خان زوى، چې په ١٣٥٦ لمريز کال کې د بغلان په دهنه غوري ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړى په ١٣٦٣ لمريز کال کې د پلخمري په حضرت زيد ليسه کې شامل او په ١٣٨١ لمريز کال کې د بغلان له ادبياتو پوهنځي څخه فارغ شو.
عطاش په ١٣٨٢ لمريز کال کې د بغلان پوهنتون د استاد په توګه وګومارل شو او ددې پوهنتون له بنسټګرو څخه شمېرل کېږي. نوموړى تر ١٣٨٨ لمريز کال پورې د همدې پوهنتون د روزنې او پالنې پوهنځي د څانګې امر و او په ١٣٨٩ لمريز کال کې د هېواد په شمالي ولايتونو کې د اغاخان د پراختيايي دفتر د تعليماتو د برخې مشر شو او اوسمهال په شمال ولايتونو کې د اسماعيليانو د شورا مشر دى.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩١٦٤٢٥٢
  ٩-شمس الحق بارکزى:
شمس الحق بارکزى د حاجي خان شيرين زوى ، چې په ١٣٤٩ لمريز کال کې په پلخمري ښار کې زېږېدلى دى. نوموړي د ديني علومو له زده کړې وروسته د دوولسم ټولګي سند د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معينيت څخه تر لاسه کړى دى. نوموړى په تېره يوه لسيزه کې په بغلان کې د کندهاري کوچيانو استازى و او يو څه وخت د سولې عالي شورا غړى پاتې شوى دى. نوموړى له تېر يوه کال راهيسې د پلخمري ښاروالۍ د مشورتي شورا غړى هم دى.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٧٢٦٦٦٦٦
١٠-فيروز الدين ايماق:
فيروز الدين د غوث الدين زوى ، چې په ١٣٥٧ لمريز کال کې د بغلان ولايت د دوشي ولسوالۍ په  کيلګي سيمه  کې زېږېدلى، د لومړنيو زده کړو دوره يې د پلخمري په اسلام کلا لېسه او دوولسم ټولګى يې د پلخمري ښار په حضرت عمر فاروق لېسه کې پاى ته رسولى دى.
نوموړى په ١٣٨١ لمريز کال کې د بغلان د ښوونکو روزنې موسسې ته شامل او په ١٣٨٧ لمريز کال  کې د بغلان پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي له دري څانګې څخه فارغ شو. له ١٣٨٣ لمريز کال نه تر ١٣٩٠ کال پورې د دوشي ولسوالۍ په کپه کيلګي لېسه کې ښوونکى و او په ١٣٩١ لمريز کال کې د بغلان د حکيم سنايي د لوړو زده کړو موسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ته شامل شو. نوموړى د ولايتي شورا د اداري پلاوي  په ټاکنو کې د شورا د مرستيال په توګه ټاکل شوى دى.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٢٢٢٢٧٤١
١١-محمدحنيف کهګداى:
محمد حنيف د محمد ايوب زوى، چې په ١٣٥٦ لمريز کال کې د بغلان په نهرين ولسوالۍ کې زېږېدلى او خپلې لومړنۍ زده کړې يې د نهرين ولسوالۍ په ګلميران ښوونځي کې تر سره کړې دي  او د نهرين ولسوالۍ د شهيد عبدالحبيب له لېسې څخه فارغ شوى دى.
نوموړي د څه وخت لپاره د ښوونکي په توګه دنده اجرا کړې او وروسته په ١٣٨٨ لمريز کال کې د امام اعظم د ښوونکو روزنې موسسې څخه فارغ شوى دى.
د اړيکې شمېره : ٠٧٧٠٦٩٢٠٨٨
١٢-شاه جان ايوبي:
شاه جان ايوبي د عبدالحبيب لور، چې په ١٣٦٨ لمريز کال کې په ده صلاح ولسوالۍ کې زېږېدلې ده. ايوبي د پلخمري ښار له فاطمه الزهرا ښوونځي نه فارغه او له فراغت وروسته د اسلام کلا د هلکانو ښوونځي کې د ښوونکې او سرښوونکې په توګه پاتې شوې ده، له هغه  وروسته د بغلان پوهنتون ته شامله شوه.
مېرمن ايوبي په ١٣٨٥ لمريز کال کې د بغلان پوهنتون له ادبياتو پوهنځي نه فارغه او وروسته يې د ښځو لپاره د هموطن په نامه يو مدني روزنيز بنسټ او موسسه رامنځته کړه چې تر اوسه فعاليت کوي. هغه په بغلان ولايت کې د مدني ټولنې له فعالو غړو څخه ده.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٦٠٦١٠٠٣
١٣-نورضيا ايماق:
نورضيا ايمان د جمعه خان لور، چې په ١٣٤٧ لمريز کال په پلخمري ښار کې زېږېدلې او له اره د بغلان ولايت د دهنه غوري ولسوالۍ اوسېدونکې ده. دوولسم ټولګى يې د پلخمري ښار په فاطمه الزهرا لېسه کې پاى ته رسولى  . له ١٣٦٩ څخه تر ١٣٧٢ لمريز کال پورې په همدې لېسه کې ښوونکې وه او وروسته د بغلان د عامې روغتيا رياست کې  ماموره وه.
د اړيکو شمېره: ٠٧٩٩١٢١٢١٤
 ١٤-عادله اميني:
عاداله د سفرعلي لور ، چې په ١٣٤٣ لمريز کال په کابل کې زېږېدلې او خپلې لومړنۍ زده کړې يې د جمال مينې په ښوونځي کې تر سره کړي او د کابل ښار له سوريا لېسې څخه فارغه شوې ده. مېرمن اميني د کابل ښاروالۍ رياست کې ١٦ کاله دنده تر سره کړې او په ١٣٨١ لمريز کال کې د بغلان د ښځو چارو رياست کې د اقتصاد د مديرې په توګه وټاکل شوه.
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٧٤٣٥٠٣٥
 ١٥-محبوب الله غفاري:
محبوب الله غفاري د عبدالکريم زوى،چې په ١٣٦٧ لمريز کال کې د بغلان ولايت په خوست و فرنک ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده کړې يې د همدې ولسوالۍ په ميان ښوونځي کې پاى ته رسولي او وروسته په کابل کې پوځي اکاډمۍ ته شامل شو، خو له درېيم ټولګي وروسته يې دغه اکاډمي پرېښوده.
نوموړي په خپله ولسوالۍ کې د قومي مخور په توګه هم ټولنيز رول لوبولى دى.
د اړيکې شمېره:  ٠٧٠٠٤٨٥٨٥٨