سرپل ښار  ( پژواک  ٢٧وږی  ٩٢ ) : د سرپل ولايت اوسېدونکي او چارواکي وايي، چې ددې ولايت د شاوخوا ۸۰ سلنه خلکو اقتصاد پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دی او له دې لارې خپل ژوند پر مخ بيايي.
د دې تر څنګ د دغه ولايت د ځمکنيو زېرمنو استخراج هم ځينو خلکو ته اقتصادي بوختياوې پيدا کړې دي.
کروندګر وايي، چې د تېرو لسو کلونو په اوږدو کې د بېلابېلو ستونزو له امله د دغه ولايت بيارغونې ته پاملرنه ، نه ده شوې، چې له امله يې د کرنې په برخه کې شته ستونزې تر ډېره په خپل ځای پاتې دي.
دوی وايي ، چې له ټولو جدي ستونزه د کرنيزو اوبو کمښت دی، چې له امله يې هر کال د دوی نيمه ځمکه له کر څخه پاتې کېږي.
خو د دغه ولايت مالدران بيا د زورواکو له خوا د دولتي مالچرونو له غصب څخه سر ټکوي، چې له امله يې د مالونو څړ ځايونه د له منځه تلو په حال کې دي.
کرنه:
سرپل ولايت که څه هم ځای ځای غرونه او خاورينې تپې لري؛ خو کرنيزې هوراې ځمکې هم پکې شته دي. د دغه ولايت د کرنې رييس انجنير محمد جعفر اميرزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د سرپل ولايت د کرنې په برخه کې تر ټولو جدي ستونزه د کرنيزو اوبو کمښت دى.
نوموړي زياته کړه، چې که مرکزي دولت د دغې ستونزې د حل په موخه له دوی سره مرسته وکړي ، نو د سرپل ولايت کرنه به په کمه موده کې ډېر پرمختګ وکړي.
د هغه په وينا، په دغه ولايت کې ۱۱۱۰۰۰هکتاره کرنيزه ځمکه ده، چې ۵۰۰۰۰ هکتاره يې ابي، ۶۰۰۰۰ هکتاره يې للمي او ۱۸۰۰۰هکتاره يې باغونه دي.
اميرزي وويل، چې په دغه ولايت کې غنم له ټولو لومړی کښت دی، ورسره وربشې، جوار ،  انګور، زغر، کنجد، خټکي او هندواڼې هم ډېرې  کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې د کرنې تر څنګ په دغه ولايت کې مالداري هم ډېره دود ده، چې د غويانو، پسونو او چرګانو د ساتنې له لارې پکې ډېری کليوال خپلې اقتصادي ستونزې حلوي.
 
د هغه په وينا، د مالدارۍ په برخه کې د حيواني کلينيکونو د کمښت تر څنګ د دوی تر ټولو جدي ستونزه د څړځايونو کمښت دى، چې ډېری يې زورواکو غصب کړي دي.
 
اميرزي وويل، چې د څړځايونو د غصب د بېرته راګرځولو په اړه يې جدي هڅې پيل کړې دي.
د سرپل ولايت کروندګر وايی، چې د کرنيزو اوبو د کمښت له امله هر کال د دغه ولايت ۵۰ سلنه کرنيزه ځمکه له کر څخه پاتې کېږي.
 
د دغه ولايت د مرکز اړوند سيمې سيداباد اوسېدونکي حاجي زعفران پژواک خبري اژانس ته وويل، چې هر کال د خپلو ځمکو د کر لپاره د باران او واورو په تمه وي.
 
نوموړي زياته کړه، چې په دغه سيمه کې د کرنيزو اوبو د کمښت له امله هېڅوک خپله ځمکه پوره نه شي کرلی، کروندګر اړ دي، چې د خپلې ځمکې نيمه يو کال او نيمه نوره بل کال وکري.
 
حاجي زعفران وويل، چې دی په سيداباد سيمه کې ۵۰ جريبه ابي ځمکه لري، چې له تېرو څو کلونو يې په پوره توګه کرلو باندې نه دی توانېدلی.
 
نوموړي زياته کړه، چې له دې د ډېرې ځمکې کرلو لپاره د ورښتونو په تمه وي، که وشي نو يو څه ډېره ځمکه کری، کنه نيمه کري.
 
د هغه په وينا، که چېرې دولت په دغه ولايت کې د ځمکو د خړوبولو ستونزه حل نه کړي؛ نو هر کال بوره پاتې کېدونکې ځمکې به د وخت په تېرېدو بنجر شي.
 
خو د سرپل د کرنې رييس وويل، چې په تېرو دوه کلونو کې يې د ځينو نورو پرمختايي پروژو تر څنګ د کرنيزو اوبو د کمښت د له منځه وړلو په برخه کې هم جدي هڅې کړې دي.
 
نوموړي زياته کړه، چې دوى په روان کال کې د ابيارۍ څلور پروژې پيل کړې دي، چې ۹۰ سلنې چارې يې بشپړې شوې دي.
 
دده په وينا، دغه پروژې د ولايت مرکز ته څېرمه اقتاج، اقتاج کاري، شېخک او قاضي قيمتي سيمو کې دي، چې له بشپړېدو سره به يې د سرپل ولايت ۴۰۰۰ هکتاره ځمکه خړوب شي.
 
د کرنې رييس همداراز وويل، چې د سرسبزۍ په برخه کې يې ۲۰ زره بوټي کرلي، چې د راتلونکي کال په پسرلي کې به يې د ولايت په بېلا بېلو برخو کې وکري.
 
نوموړي په ۱۰۰هکتار ځمکه کې د پستې د ځنګلونو د جوړولو د چارو يادونه هم وکړه، چې په نږدې راتلونکې کې به بشپړې شي.
 
خو ددغه ولايت مالدار بيا د څړځايونو له غصب څخه سر ټکوي، چې د مالونو لپاره يې د اړتيا وړ خوراکي توکي نه شي موندلی.
د دغه ولايت د ګوسفندي ولسوالۍ د جغدان سيمې اوسېدونکي او قومي مشر حاجي بسم الله پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ولسوالۍ کې به ډېره کمه دولتي ځمکه پاتې وي، چې زورواکو دې غصب کړې نه وي.
 
نوموړي زياته کړه، چې په دغه ولسوالۍ کې ډېر داسې کسان پېژني، چې سلګونه جريبه مالچرونه يې تاو کړي او ځانونو ته يې کري.
 
هغه د بېلګې په توګه د خپلې سيمې د امر الله، نور الله، محمد کريم، باز محمد او محمد طاهر نومونه واخيستل، چې دولتي مالچرونه يې غصب کړي دي.
 
قومي مشر حاجي بسم الله وويل: ((دغه کسان، چې ما يې درته نومونه واخيستل، هر يو يې له سل جريبه څخه په ډېر دولتي مالچر خېټه اچولې.))
 
نوموړي زياته کړه، څومره چې دغه زورواکي ګرم دي، همدومره دولتي چارواکي هم ګرم دي، چې څه ورته نه وايي او له تېرو لسو کلونو يې خپل سره ته پرې ايښي دي.
 
د کرنې رييس د مالدارۍ د برخې د ستونزو د حل په اړه وويل، چې که څه هم په دغه ولايت کې ۱۲ بابه حيواني کلينيکونه و، خو دوی په روان  کال کې د دوه نورو کلينيکونو د جوړېدو چارې هم پيل کړې.
 
نوموړي په سرپل ولايت کې د زورواکو له خوا د څړځايونو د غصب مسله تاييد کړه؛ خو ويې ويل، چې دوی يې د بېرته را ګرځولولپاره جدي هڅې پيل کړې دي.
 
د هغه په وينا، د دوی د شوې څېړنې او تر لاسه شويو معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې ۸۰ زره او ۶۸۶ جريبه دولتي ځمکه غصب شوې، چې ډېری يې پکې مالچرونه دي.
 
خو د کرنې رييس محمد جعفر اميرزي وويل، چې له تېرو څو مياشتو يې د ځمکو د غصب په اړه جدي هڅې پيل کړې دي.
 
نوموړي زياته کړه، چې د ځمکو د غصب د مسئلې په اړه د ولايت مقام په امر د کرنې رياست په مشرۍ يوه کمېټه جوړه شوې، چې د ځمکو غاصبين د دولتي ځمکو بېرته پرېښودو ته اړ باسي.
 
د هغه په وينا، دې کمېټې د سرپل ولايت د غاصبينو لېست هم برابر کړی، چې شمېر يې ۵۳۹ کسانو ته رسېږي.
سوداګري:
سرپل په عمومي توګه سوداګريز ولايت نه دی، خو بيا هم پکې ځينې خلک د کرنې تر څنګ د وړو وړو سوداګريزو بوختياوو له لارې د ژوند اقتصادي ستونزې حلوي.
د سرپل ولايت د والي وياند مختار پژواک ته وويل، چې په دغه ولايت کې سوداګري په لوړه کچه نه ده، بلکې په خورا ټيټه کچه د همدې ولايت تر واړه ښاره پورې رامحدوده ده.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه ولايت کې دم ګړۍ د يخ جوړونې له فابريکې پرته بله فابريکه نشته ده.
د هغه په وينا ، د دې تر څنګ ځينې کسان يې د قرقل او پستې سوداګري کوي، چې هغه هم خورا کم رنګه ده.
محمد دين، چې له پخوا وختونو په دغه ولايت کې د وچې ميوې وړوکی سوداګر دی، پژواک ته وويل، چې دوی له عامو خلکو څخه پسته راټولوي او مزارشريف ښار ته يې د خرڅلاو لپاره وړي.
د هغه په وينا، په وروستيو کلونو کې په دغه ولايت کې د پستې سوداګري هم کمه رنګه شوې ده.
مختار وويل، چې د سرپل ولايت په انګوت او قشقري سيمه کې د چينايي کمپنۍ له خوا د نفت د استخراج له لارې هم ځينو خلکو ته کاري بوختياوې برابرې شوې دي.
لاسي صنايع:
په سرپل ولايت کې لاسي صنايع د غاليو له اوبدنې د ښځو له خوا ښځينه جامو او د سينګار تر توکو پورې رالنډ دي.
د سرپل د والي وياند مختار وويل، چې د دغه ولايت د لاسي صنايعو کاروبار هم د ګاونډيو ولايتونو بلخ او جوزجان تر اغېز لاندې دی.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه ولايت کې غالۍ اوبدل کېږي ، خو په منظمه توګه يې کومه ټولنه فعاليت نه لري.
د هغه په وينا، د لاسي صنايعو په برخه کې د ښځو د حقوقو ځينې ټولنې کار کوي، چې ښځو ته د کاري زمينې برابرولو په ترڅ کې حرفوي زده کړې ورکوي، چې لاسي صنايع هم پکې شامل دي.
شاه بی بي چې په خپل کور کې له ماشومانو سره غالۍ اوبي، له همدې لارې د خپل ژوند اقتصادي اړتياوې پوره کوي.
نوموړې پژواک ته وويل، چې دوی د غالۍ اوبدلو توکي د جوزجان له اقچې ولسوالۍ څخه راوړي.
د هغې په وينا، له همدې لارې د کور اقتصادي ستونزې حلوي .