١-ډاکټر نيلوفر ابراهيمي:
د بدخشان دخلکو استازې-رايې:٣٦٦٧
 
ډاکترنيلوفر د ابراهيم لور، چې په ١٣٥٤لمريز کال د بدخشان ولايت په تګاب ولسوالۍ کې زېږېدلې ده. نوموړې خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې د مزار شريف په بيګانجي کې په ١٣٧٠ لمريز کال پاى ته رسولي او دليسانس سند يې د بلخ پوهتون له طب پوهنځي څخه په ١٣٧٢لمريز کال  کې اخيستى دى ، ابراهيمي د معالجوي طب له پوهنځي تر فراغت وروسته لومړى په رابعه بلخي او وروسته بيا د بدخشان په کشم روغتون کې د ډاکټرې په توګه دنده اجرا کړې ده.
د اړيکو شمېرې : ۰۷۰۷۴۱۵۳۰۰ و ۰۷۰۷۰۶۰۸۰‍‍۱
برېښناليک : [email protected]
 
٢-شاه عبدالاحد افضلي:
د بدخشان د خلکو استازى- رايې: ٨١٦٤
 
شاه عبدالاحد فضلي د عبدالرشيد زوى، چې په ١٣٣٢لمريز کال د بدخشان ولايت په درايم ولسوالۍ کې زېږېدلى، خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې يې د بدخشان ولايت محمد غازي لېسه کې په ١٣٥٠ لمريز  کال پاى ته رسولې دي.  نوموړي تر دې وړاندې ګڼې دندې هم تر سره کړي، چې په لاندې ډول ورته اشاره کوو:  د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې د بدخشان ولايت دعريضو مدير(۱۳۵۰)،  د بدخشان محبس امر(۱۳۵۲)، د بدخشان ولايت د وګړو د ثبث ادارې مدير( ۱۳۵۴)، د بدخشان ولايت د راغ علاقه دارۍ علاقدار(۱۳۵۵)،د بدخشان ولايت د حواله جاتو مدير(۱۳۵۷ – ۱۳۵۸)، ، په بېړنۍ لويه جرګه کې د بدخشان دخلکو استازى(۱۳۸۱)، د بدخشان ولايت مرستيال(۱۳۸۱ -۱۳۸۲)، د کورنيو چارو وزارت د نفوس او احوال او بهرنيو اتباعو دثبت عمومي رياست مرستيال(۱۳۸۲– ۱۳۸۴)، د غور والي(۱۳۸۴ – ۱۳۸۶)، په سيمه ييزو ارګانونو اداره کې د ولاياتو د اړيکو او انسجام عمومي رييس (۱۳۸۷ – ۱۳۸۸)  او نورو ادارو کې دندې اجراکړې دي. دى د وکالت ترڅنګ په بدخشان ولايت کې د افغان کډوالو ماشومانو لپاره د سامانيان په نامه د لېسې موسس هم دى.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۸۷۴۱۵۵۸۸
 
  ٣-صفي الله مسلم :
د بدخشان دخلکو استازى- رايې: ٨٦٣٢
 
صفي الله د حميد الله مسلم زوى،چې  په ١٣٥٠لمريز کال د بدخشان ولايت په ارګو ولسوالۍ کې زېږېدلى، نوموړي خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې د ارګو په کوکچه لېسه کې پاى ته رسولي او اوسمهال د اقتصاد پوهنځى محصل دى. مسلم يو سوداګريز شرکت هم لري، چې په تېرو ١٥ کلونو کې د بېلابېلو توکو په صادراتو او وارداتو بوخت دى، مسلم ددې ترڅنګ د حميد مسلم په نامه  د يوې کمپنۍ رييس هم دى.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۹۷۴۸۴۸۴۸
 
 ٤-عبداللطيف پدرام :
د بدخشان دخلکو استازى- رايې : ٨٤٦٩
عبدللطيف پدرام په ١٣٤٢ لمريز کال د بدخشان ولايت په درواز ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي د ايران په پلازمينه تهران کې د حکمت او فلسفې لوستنې ته مخه کړې او د سوربن پوهنتون څخه يې داسلام پېژندنې په برخه کې دوکتورا اخيستې ده . پدارم ددې ترڅنګ  د ملي کنګرې موسس مشر، شاعر او ليکوال دى، چې د حکيم ناصر خسرو د فرهنګي مرکز او کتابتون د رييس په توګه يې کار کړى دى. نوموړى په ١٣٨٣-١٣٨٨ کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند هم و، خو ناکام شو.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۰۱۸۰۹۰۲
 
 ٥-څارنوال  عبدالرووف :
د بدخشان د خلکو استازى- رايې : ٩٧٠٣
 
عبدالرووف د سيد انعام زوى، په ١٣٥١ لمريز کال د بدخشان ولايت په يفتل ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي تر ١٢ ټولګې پورې زده کړې کړي او تر وکالت وړاندې يې شپږ کاله د بدخشان ولايت په کليو او پراختيا رياست او دوه کاله يې د همدې ولايت په څارنوالۍ کې دنده اجرا کړې ده.
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۷۴۸۳۱۳۵ 
 
 ٦-محمد ذکريا سودا:
د بدخشان دخلکو استازى- رايې: ٧٩٨٢
محمد ذکريا سودا د برات محمد سودا زوى ، چې په ١٣٥٠ لمريز کال د فيض اباد ښار په څلورمه ناحيه کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې ثانوي زده کړې د جرم ولسوالۍ په عثمان لېسه کې پاى ته رسولي او ليسانس سند يې په ١٣٨٥کال د کابل پوهنتون له ادارې او ديپلوماسۍ څانګې څخه تر لاسه کړى دى. سودا سوداګر دى او ددې ترڅنګ په فرهنګي کارونو بوخت او د همکاري ميهن په نوم د بنسټ موسس هم دى.
د اړيکې شمېرې: ۰۷۷۳۲۳۰۰۰۰
برېښناليک : [email protected]
 
 ٧-فوزيه کوفي:
د بدخشان دخلکو استازى- رايې: ١٦١٩٢
فوزيه کوفي د عبدالرحمن لور، چې  په ١٣٥٤لمريز کال د بدخشان ولايت په کوفاب ولسوالۍ کې زېږېدلى دى.نوموړې ادعا کوي، چې خپله ماسټري يې د اسلام اباد پوهنتون څخه په اداره او سوداګرۍ کې اخيستې او د ليسانس سند يې د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځى څخه اخيستى دى. کوفي تر دې وړاندې د بدخشان پوهنتون د ژبو ادبياتو پوهنځي د انګليسي څانګې د استادې او شپږ کاله په کابل کې د ملګرو ملتونو يونيسف دفتر سره په کابل کې کار کړى، ددې ترڅنګ يې له نورو کورنيو او نړيوالو موسسو سره هم  د دوو کلونو لپاره دنده اجرا کړې او د ولسي جرګې په تېره دوره کې هم د بدخشان استازې وه.
 
د اړيکو شمېره :  ٠٧٠٠٢٩١٣١٠ و ۰۷۰۷۲۵۰۰۰۰
برېښناليک : koofi_ [email protected]
 
٨-زلمى مجددي:
د بدخشان د خلکو استازى- رايې: ١٦٤١٠
 
فضل عظيم مجددي، چې په زلمي مجددي مشهور دى ، د غلام حجت الله مجددي زوى، چې په ١٣٣٧ لمريز د بدخشان ولسوالۍ په جرم ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي د ليسانس سند د کابل پوهنتون له جغرافيې او ځمکپېژندنې له څانګې څخه تر لاسه کړى. مجددي  د روسانو له خوا د افغانستان داشغال پر مهال په جهاد کې ګډون کړى او د کمونيستي رژيم له پرځېدو وروسته د دولت د لوړو پوړو چارواکيو د ساتنې ادارې رييس و. نوموړى د ولسي جرګې په تېره دوره کې هم د بدخشان د خلکو استازى و.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۰۰۵۵۵۵۵
برېښناليک : [email protected]
 
 ٩-امن الله پيمان :
د بدخشان دخلکو استازى- راېې: ٨٢٨٩
امان الله پيمان د ميرزا عبدالله مجددي زوى، چې  په ١٣٤٣ لمريز کال د بدخشان ولايت په راغستان ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې ثانوي زده کړې په پاکستان کې پاى ته رسولي او د ليسانس سند يې د پېښور پوهنتون څخه د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې تر لاسه کړى دى . پيمان تر دې وړاندې د اسلامي دولت د ولسمشر د سکرټر، د افغانستان په شمال کې د دولت د استازي ، د جمهوري رياست د دفتر رييس، د قدرت د لېږد کمېسيون د غړي، د جمهوري رياست د چارو ادارې رييس، د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره کې د بدخشان دخلکو استازى او د جرګې د دويم نايب په توګه دندې اجرا کړې دي.
د اړيکو شمېره : ۰۷۰۰۱۷۰۴۷۲ و ۰۷۰۷۳۶۳۶۳۶
برېښناليک : [email protected]