١- د بدخشان ملي راډيو تلويزيون:
دا رسنۍ تر ډېره د مرکزي ملي تلويزيون خپرونې وړاندې کوي او يواځې ځينې سيمه ييز خبرونه،راپورونه او راپورتاژونه په بېلابېلو وختونو کې خپروي. دا اداره له ٣٠ زيات کارکوونکي لري او مشري يې د احمد جواد فروغ پر غاړه ده.
داړيکې شمېره  : 0799152300
برېښناليک: [email protected]
 
٢-امو راډيو:
دا راډيو چې په ٧٨،٦ اف ام څپو خپرونې لري،  په ١٣٨٣لمريز کال دانټرنيوز موسسې له خوا په فيض اباد کې جوړه شوې او ١٢ ساعته خپرونې لري.
ددې راډيو مسووليت د عبدالبصير حقجو پر غاړه دى او ١٤ رسمي او افتخاري کارکوونکي لري، چې د ٢٦٠٠واټه ټرانسمېټر په درلودلو سره د فيض اباد ښار سربېره په جرم، بهارک، خاش او ارګو ولسواليو کې هم اورېدل کېږي.
 
داړيکې شمېره  : 0799272646
برېښناليک : [email protected]
 
 ٣-کوکچه راډيو :
دا راډيو هم په ١٣٨٣ لمريز کال دانټرنيوز موسسې له خوا په فيض اباد ښار کې جوړه شوې، چې ١٢ کارکوونکي لري او په ٨٧،٩ څپه خپرونې کوي.
ددې راډيو چارې د مولوي عبدالمالک خراساني له خوا سمبالېږي، ١٢ رسمي او افتخاري ښځينه او نارينه کارکوونکي لري،چې په جرم، يمګان او خاش ولسواليو کې د اورېدو وړ ده.
داړيکو شمېرې  : 0792688080 - 0794833900
برېښناليک: [email protected]
 
٤-بهارستان راډيو:
دې راډيو هم خپلې خپرونې په ١٣٨٧ لمريز کال د انټرنيوز موسسې په مرسته په فيض اباد ښار کې په ٨٩،٧ اف ام څپه پيل کړې، چې مشري يې د رضوان الله نظامي پر غاړه ده او ١٦ رسمي او افتخاري کارکوونکي لري.
ددې راډيو امتياز د بهارک فرهنګي ټولنې پر غاړه دى او له فيض اباد ښار پرته په بهارک، شهدا، وردوج، شيوه، ارغنچخوه او خاش ولسواليو کې هم اورېدل کېږي.
 
داړيکو شمېرې  : 0794907747 -0770674509
برېښناليک: [email protected]
 
٥-صداى کشم راډيو:
دا راډيو هم په ١٣٨٧ لمريز کال دانټرنيوز موسسې له خوا په کشم ولسوالۍ کې جوړه شوې ، چې د نوراقانوري تر نظارت لاندې ١٢ ساعته خپرونې لري او خپرونې يې د ١٩ افتخاري او رسمي کارکوونکو په مټ چمتو کېږي. ددې راډيو د خپرنيز پوښښ ساحې کشم، تګاب، کلفګان او رستاق  دي.
داړيکو شمېرې:  0779265420 - 0705917698
برېښناليک: [email protected]
 
٦-بازګل راډيو:
دا راډيو همدا سږ کال په فيض اباد ښار کې جوړه شوې او خپلې شپږ ساعته خپرونې يې هم په ازمايښتي ډول پيل کړې دي، خو د خپرونې د پيل او پاى کره وخت يې نه دى معلوم.
ددې راډيو مالي چارې د بدخشان پوهنتون د استاد بهروز له خوا ورکول کېږي، خو مشري يې ددې ولايت د خبريالانو ټولنې د رييس عبدالبصير حقجو پر غاړه ده.
ددې راډيو د کارکوونکو دجذب لړۍ همدا اوس روانه ده.
 
د اړيکې شمېره  0799272646
برېښناليک: [email protected]
 
٧-بدخشان جريده:
دا جريده په ١٣٨٢ لمريز کال ددې ولايت داطلاعات او فرهنګ رياست په چوکاټ کې پيل شوې ، چې مسووليت يې د عبدالوصيل لطيفي پر غاړه دى، څلور کارکوونکي لري او ددولتي ارګانونو فعاليتونه په کې خپرېږي.
دا جريده په بدخشان سربېره په ګاونډيو ولايتونو تخار او کندوز کې هم وېشل کېږي .
د اړيکې شمېره:  0776290748
برېښناليک:[email protected]
 
٨-سيماى شهروندجريده:
 
داجريده په ١٣٨٧ لمريز کال دبدخشان پوهنتون په مالي همکارۍ پيل شوې او تر ډېره د علمي او فرهنګي مسايلو خپرېدو ته ځانګړې شوې ده.
ددې جريدې امتياز د نجيب الله دهزاد او مسووليت يې د فيضان الحق فيضان پر غاړه دى.
 
داړيکې شمېره :  0776677777
برېښناليک: [email protected]
 
 ٩-سيماى بدخشان جريده:
د بدخشان دا فعاله مياشتنۍ هم په ١٣٨٨ لمريز کال په فيض اباد ښار کې د عمادالدين هلالي له خوا تاسيس شوې او ترډېره په کې تفريحي، ادبي، فرهنګي او کولتوري مسايل خپرېږي .
د اړيکې شمېره:  0700754208
برېښناليک: [email protected]
 
١٠-حکومتدارى خوب مياشتنۍ:
دا خپرونه له ١٣٨٦لمريز کال راهيسې دالمان په مالي مرسته په پرله پسې ډول په رنګه کاعذ خپرېږي او د والي يا نورو دولتي ادارو د فعاليتونو خپرېدو ته ځانګړې شوې ده. دا خپرونه، چې له مرکز پرته په ولسواليو او نږدې ولايتونو کې هم وېشل کېږي، پنځه کارکوونکي لري اومسووليت دانجنيرحسامه بصير پر غاړه دى.
د اړيکې شمېره:  0790131113
برېښناليک : [email protected]
 
 
١١-فيض اباد ښاروالۍ مياشتنۍ:
دا خپرونه په ١٣٨٦لمريز کال د ښاروالۍ له خوا ددې ادارې د فعاليتونو خپرولو په موخه رامنحته شوې، چې درې کارکوونکي لري او مسووليت يې د عبدالبصير وثيق پر غاړه دى.
داړيکې شمېره  : 0799816998
برېښناليک: [email protected]
 
١٢-روشنګري جريده:
دا جريده په ١٣٩٠ لمريز کال پيل شوې او ددې ولايت دمدني ټولنې فعالينو له خوا په مياشت کې يو ځل په ښکلي اواوچت کاغذ خپرېږي. ددې خپرونې مسووليت د سيداکرام صديق لعل زاده پر غاړه دى.
 
د اړيکې شمېره  : 0799139754
برېښناليک : [email protected]
 
١٣-صعود جريده:
صعود جريده په ١٣٩٠ لمريز کال د صلاح الدين حامدي له خوا تاسيس شوې، چې بېلابېل ورځني، کولتوري، ټولنيز  او سياسي موضوعات خپروي او مسووليت يې د فخرالدين قاري زاده پر غاړه دى.
د اړيکې شمېره  : 0792712007
برېښناليک: [email protected]
 
١٤-صداى بدخشان جريده:
دا جريده په ١٣٧٩لمريز کال د بدخشان ولايت مقام دپخواني اجراييه رييس صبغت الله خاکساري له خوا تاسيس شوې، چې تر اوسه فعاليت لري، درې کسه په کې کار کوي او بېلابېل موضوعات او ليکنې خپروي.
 
داړيکې شمېره  : 0799305459
برېښناليک: [email protected]      
 
١٥-انقلاب فرهنګي جريده:
دا جريده په ١٣٩٠ لمريز کال د سيدمصطفى عاقلي له خو د فرهنګي يا کولتوري يرغل او پردۍ کلمو دمخنيوي  او افغاني دود دستور د پياوړتيا په موخه جوړه شوې ده.
داړيکې شمېره  : 0799220327
برېښناليک : [email protected]
 
١٦-سرزمين من جريده:
دا جريده په ١٣٩٠ لمريز کال د کفايت الله سليمي له خوا تاسيس شوې او مسووليت يې د عبدالمتين حکيمي پر غاړه دى. ددې خپرونې ډېرى ليکنې تاريخي، وطني او حماسي بڼه لري.
داړيکې شمېره  : 0702612797
برېښناليک: [email protected]
 
 
١٧-شوراى ژورليستان مياشتنۍ:
دا مياشتنۍ خپرونه په ١٣٩٠ لمريز کال د بدخشان ولايت د خبريالانو ټولنې له خوا تاسيس شوې ، چې تر ډېره ورځني هر اړخيز مطالب خپروي. مسووليت يې دخبريالانو شورا پر  غاړه دى او لګښت  يې هم ددې ولايت مېشت خبريالان ورکوي.
د اړيکې شمېره:  0799272646
برېښناليک: [email protected]
 
١٨-انطباق شرق مياشتنۍ :
دا مياشتنۍ خپرونه په ١٣٩٢ لمريز کال ددې ولايت د ځينو تحصيل کړو ځوانانو له خوا  رامنځته شوه،چې موخه يې د ورځنيو پېښو، فرهنګي، ټولنيزو او سياسي مطالبو خپرول دي او مسووليت يې د نظام الدين مدقق پر غاړه دى. دا جريده پنځه کارکوونکي لري او له شخصي بوديجې  څخه  تمويلېږي.
د اړيکې شمېره:  0799272646
برېښناليک: [email protected]
 
پورته ټولې يادې شوې رسنۍ اوس هم په دې ولايت کې فعاليت لري، خو داسې نورې رسنۍ هم شته، چې د وخت په تېرېدو دځينو ستونزوله امله،چې له دې ډلې يې مالي ستونزې يادولى شو، اوسمهال درېدلي، چې په لاندې ډول دي:
 
غيرفعالې رسنۍ :
 
١-صحت رواني:
دا جريده په ١٣٩١ لمريز کال د ډاکټر عبدالقدير برهان له خوا په فيض اباد ښار کې تاسيس شوه، خو اوس د نا څرګندو د لايلو له مخې درېدلې، خو يوه څانګه يې اوس هم  په مزار شريف کې فعاليت لري او د خپرونو ډېره برخه يې په نشه يي توکو روږدو ته د روحيې او سلامتۍ  ورکول دي.
 
داړيکې شمېره  : ۰۷۹۹۸۲۷۶۶۶
برېښناليک :[email protected]
 
٢-ابتهاج جريده:
دا خپرونه په ١٣٨٧لمريز کال د سيدخالد مصطفوي له خوا د خوشقدم عثماني په مسوول مديريت جوړه شوې، خو د اقتصادي ستونزو له امله تر يوه کال زياته خپره نه شوه.
د اړيکې شمېره  : 0799270073
برېښناليک: [email protected]
 
٣-سروش پامير جريده:
دا جريده په ١٣٨٩لمريز کال د عبيدالله پژمان له خوا تاسيس شوې او مسوول مدير يې طلب الدين غياثي دى ، خو تر يوه کال خپرېدو وروسته د اقتصادي ستونزه له امله ودرېده.
داړيکې شمېره  : 0786181466 
برېښناليک: [email protected]
 
٤-هرى تا پامير جريده:
دا جريده په ١٣٩١ لمريز کال د سيف الدين سياس له خوا جوړه شوه اود مسووليت مديريت چارې يې د عبدالبصيروثيق پر غاړه وې. ددې جرېدې بنسټ اېښودونکي په بدخشان ولايت کې دهرات ولايت اوسېدونکي محصلين دي، چې تر يو کال خپرېدو وروسته د اقتصادي ستونزو له امله له چاپ ولوېده.
 
داړيکې شمېره  : 0799816998
برېښناليک : [email protected]   
 
 ٥-شناخت برتر جريده:
دې جريدې  په ١٣٩١ لمريزکال کې د محمد نظري له خوا د امان الله عيار په مسوول مديريت خپرونې پيل کړې ، خو داقتصادي ستونزو له امله په يوه کال کې بېرته له چاپه ولوېده.
داړيکې شمېره  : 0708540420
برېښناليک : [email protected]
 
٦-مخفي بدخشي مياشتنۍ:
دا خپرونه په ١٣٨٨لمريز کال د بدخشان ولايت د ښځو چارو رياست له خوا د سيد حبيب نهيب په مسوول مديريت پيل شوه، خو د اقتصادي ستونزو له امله تر دوو کلونو زياته ونه چلېده. ددې خپرونې ډېرى مطالب له ښځو سره د تاوتريخوالي او د هغوى د لاسته راوړنو په اړه وو.
 
داړيکې شمېره  : 0787300902
برېښناليک : [email protected]
 
٧-ارتقاى فرهنګي:
دا خپرونه په ١٣٩٠ لمريز کال د نظام الدين حکمتيار له خوا د هغه په خپل مسوول مديريت تاسيس شوه، خو تر يوه کال خپرېدو وروسته د اقتصادي ستونزو له امله ودرېده.
داړيکې شمېره  : 0794313882
برېښناليک : [email protected]
 
٨-لاجورد جريده:
دا جريده په ١٣٨٢لمريز کال کې  د صوفي محمد ناظم له خوا تاسيس او په خپرونو يې پيل وکړ، خو له درې کلونو خپرېدو وروسته داقتصادي ستونزو له امله بېرته سقوط شوه.
 
داړيکې شمېره  : 0702612797
برېښناليک: [email protected]
 
 ٩-نواى اطراف:
دا خپرونه په ١٣٨٩ لمريز کال کې د محمد اعظم مدبر له خوا تاسيس شوه ، د يو شمېر با استعداده ځوانانو له خوا اداره کېده، خو تر يو کال خپرېدو وروسته يې اقتصادي ستونزو دخپرېدو مخنيوى وکړ.
 
داړيکې شمېره  : 07۷۹۵۲۰۰۲۰
برېښناليک : [email protected]