پلخمري (پژواک، ٨ وږى ٩٤): د بغلان په دهنۀ غوري ولسوالۍ کې شاوخوا ٣٠ امنيتي ځواکونه د وسله والو په محاصره کې دي او شکايت کوي چې هېڅ مرسته ورته نه ده رسېدلې.
دا شمېر ملي او سيمه ييز پوليس د بغلان د دهنۀ غوري ولسوالۍ بازار پوستک سيمې ته څېرمه په څلورو امنيتي پوستو کې د طالبانو له لوري کلابند شوي دي.
د دې امنيتي پوستو قوماندان عبدالرحيم پژواک خبري اژانس ته وويل: "درې شپې او ورځي په جګړه اخته يو، څومره چې مو مرسته وغوښته والي او امنيه قوماندان مرسته نه کوي."
هغه ګواښ وکړ چې د طالبانو کلابندي رانږدې کېږي او که بېړنۍ مرستې ور ونه رسېږي د طالبانو لاس ته به ورشي.
05/04/2014