کابل (پژواک، ۲۵ سلواغه ۹۷): د کوچیانو ځینې معترضو نوماندانو د ټاکنو قانون تعدیل او د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو ګوښه توب ته د هرکلي ترڅنګ د کمېسیونونو د مسوولینو او درغلي کوونکو نوماندانو د عدلي تعقیب غوښتنه وکړه.
د کوچیانو له حوزې څخه ولسي جرګې ته نږدې ۳۰ نوماندانو نن په کابل کې د اعتراضي غونډې پرمهال د ټاکنو قانون له تعدیل او د ټاکنیزو کمېسیونو غړو ګوښه توب څخه هرکلی وکړ، ويې ويل چې د تلې ۲۸ مه او ۲۹مه د ولسي جرګې ټاکنو کې د کوچیانو حوزې ۷۰ سلنه رايې خیالي دي.
معترض نوماندان وايي، د کوچیانو حوزې رايي دې بیا وشمېرل شي څو حق حقدار ته ورسېږي، له دې پرته وروستۍ پایلې دوی ته د منلو وړ نه دي.
یادو نوماندانو تر دې وړاندې هم د بېلابېلو غونډو په ترڅ کې د کوچيانو په ټاکنیزه حوزه کې د پراخو درغلیو په اړه شکایتونه کړي وو او له تورو څخه د سپینو رایو جلاوالي غوښتنه يې کړې وه.
د کوچیانو له حوزې څخه ولسي جرګې ته نوماند سید محمد حریق په دې ناسته کې وویل چې د نورو حوزو په پرتله د کوچیانو په حوزه کې پراخې او پلان شوې درغلۍ شوي چې د زغملو نه دي.
نوموړي د ټاکنیزو کمېسیونونو مرکزي او ساحوي غړي پر فساد او درغلیو تورن کړل ويې ویل چې بشپړ اسناد په واک کې لري چې د یو شمېر نوماندانو په ګټه رایې ور زیاتې شوې دي.
هغه په ډاګه کړه څو چې پاکې رايې له ناپاکو بېلې نه شي، د ټاکنو پایلي نه مني، وویل چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې په تقلبي رایو ولسي جرګې ته لار ومومي.
د کوچیانو له حوزې څخه بل نوماند عنایت الله صحراييد  ټاکنو قانون تعدیل او د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړو ګوښه کولو په تړاو د ولسمشر له پرېکړې د ملاتړ ترڅنګ له لویې څارنوالۍ غوښتنه وکړه چې درغلي کوونکي نوماندان دې هم ممنوع الخروج او تر عدلي تعقیب لاندې ونیسي څو خلک بېرته پر ټاکنیزو کمېسیونونو باوري شي.
دې معترض نوماند وویل: ((د ټاکنیزو کمېسیونونو کمېشنرانو د خپلو دندو پرمهال میلیونونه ډالر ترلاسه کړل او ښايي د پیسو په واسطه برائت واخلي او لويه څارنوالۍ هم بې اعتباره کړي.))
د ټاکنو خپلواک کمېسیون تراوسه د ۱۸ ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان کړي؛ خو تر اوسه د کوچیانو او اهل هنود حوزو وروستې پایلې اعلان شوي نه دي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.