فیض اباد (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۹۸): په بدخشان ولایت کې د ټاکنو کمېسیون سیمه ییز دفتر وايي چې د سختو لارو او د استوګنې له سیمو د نوم لیکنې د مرکزونو د ډېر واټن له امله په تقویتي نوم لیکنه کې د خلکو ګډون کم رنګه دی.
د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، د تقویتي نوم لیکنې بهیر ۱۲ ورځې مخکې پیل او تر اوسه په ټول هېواد کې له ۷۰زرو ډېرو کسانو نوم لیکنه کړې ده.
په ورته وخت کې د تقویتي نوم لیکنې بهیر له پیل راهیسې په بدخشان کې شاوخوا درې زره کسانو چې ۳۰ سلنه یې ښځې دي، نوم لیکنه کړې.
په بدخشان کې د ټاکنو کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس محبوب الله سلطانی وايي، د بدخشان په وردوج او یمګان ولسوالیو کې چې د طالبانو تر واک لاندې دي تقویتي نوم لیکنه ده نه ترسره شوې او له تېرو دوو ورځو راهیسې په شهدا ولسوالۍ کې هم د ځینو امنیتي ستونزو له امله دغه بهیر بند شوی دی.
دده په خبره، سختې لارې او د استوګنې له سیمو د نوم لیکنې د مرکزونو لرېوالی په دغه بهیر کې د خلکو د کم حضور لامل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: ((د لرو پرتو ولسوالیو ډېری اوسېدونکي د کمېسیون سیمه ییز دفتر ته راغلي او لرې سیمو ته یې د سیارو ټېمونو د لېږلو غوښتنه کړې، خو د سیارو ټېمونو لېږل زموږ واک نه دی، په دې تړاو مرکزي دفتر تصمیم نیسي.))
دغه راز سلطاني زیاته کړه، د نوم لیکنې په یو شمېر مرکزونو کې د ښځینه پولیسو د نشتوان له امله ځینې کورنۍ ښځو ته په دغه بهیر کې د ګډون اجازه نه ورکوي.
هغه وايي: ((عامه پوهاوی د نوم لیکنې لپاره د خلکو په هڅولو کې اغېزمن رول لري، نو ځکه موږ په فیض اباد ښار کې له دوو سیمه ییزو راډیوګانو او د بدخشان له ملي تلویزیون سره هوکړه کړې چې د خلکو د پوهاوي لپاره د کمېسیون خبریتاوې خپرې کړي.))
خو په بدخشان کې د ښځو چارو رییسه الینا غیاثي وايي، په بدخشان کې خلکو په ځانګړې توګه ښځو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه لږ دي او له دې امله کمو ښځو نوم لیکنه کړې ده.
هغې وویل: ((موږ د بدخشان ولایت او امنیې قوماندانۍ په مرسته د نوم لیکنې په ټولو مرکزونو کې ښځینه پولیسې ګومارلې او کورنۍ کولای شي په بشپړ ډاډ په دغه بهیر کې ګډون وکړي.))
Add new comment