ملي شورا

کابل (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٤): د مشرانو جرګې ځينو غړو د ولسمشر غني په هغې خبرې چې د وزيرستان بېځايه شوي کسان يې پاکستاني وګړي بللي، نيوکه وکړه او ويې ويل، د ډيورنډ په نوم کرښه په رسميت نه پېژني او د کرښې دواړو غاړو کې اوسېدونکي افغانان دي.
د "استانبول بهير" اسيا زړه دوه ورځينى کنفرانس د ١٤ هېوادونو، ١٢ سازمانونو په ګډون د ليندۍ په ١٨مه د پاکستان په پلازمينې اسلام اباد کې پاى ته ورسېد.

کابل (پژواک، ٢١ ليندۍ ٩٤ ): د ترانسپورت او هوايي چلند وزير وايي، د متحده اماراتو يونيک اير شرکت کارګو الوتکه په قانوني ډول هرات ته پرواز کړى دى؛ خو د دې موضوع د لا څېړنې لپاره پلاوى ګومارل شوى دى؛ ځکه ويل کېږي چې هغوى د ښکار لپاره هېواد ته راغلي وو.
د هرات سيمه ييزو مسوولينو ويلي وو چې د روان کال ليندۍ ٣ مه، د قطر يوه الوتکه د سيمه ييزو چارواکو له همغږۍ پرته د هرات په هوايي ډګر کې کېناستله او ١٠ د لوړې بيې موټرونه يې له يوې اندازه خوراکي توکو سره ترې راښکته کړل.

کابل (پژواک ٢١ ليندۍ ٩٤): ولسي جرګې د افغانستان په اړه د پاکستان پر رښتينولۍ د باور د نشتون د څرګندونې ترڅنګ پرېکړه کړې چې د ملي امنيت پخوانى رييس رحمت الله نبيل دې د خپلې استعفا د څرنګوالي په اړه يادې جرګې ته معلومات وړاندې کړي.
 رحمت الله نبيل، د خپلې استعفالامل پر خپل ځان بې حده فشارونه بللي ، د هغه استعفا د ولسمشر له لوري ومنل شوه او پر ځاى يې مسعود اندرابي د يادې ادارې د سرپرست په توګه ټاکل شوى دى.
 د جوزجان استازي عبدالستار درزابي د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې، د هېواد امنيتي ارګانونو لپاره د نبيل استعفا يوه لويه ضايعه وبلله.

کابل (پژواک، ١٧ ليندۍ ٩٤ ): د مشرانو جرګې غړي د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو نېټې پر معلومولو د ټينګار ترڅنګ وايي، ولسمشر غني دې له ترهګرۍ څخه د پاکستان ملاتړ اصلي څېره د اسيا زړه غونډې ته ور وپېژني.
د اسيا زړه کنفرانس (د استانبول بهير)
د استانبول پروسه د افغانستان په نوښت او د سيمې هېوادونو په ملاتړ د ٢٠١١ کال په نومبر مياشت کې رامنځ ته شوه، چې د اسيا زړه لومړى کنفرانس د افغانستان او ترکيې په مشرۍ استانبول کې جوړ شو.

 کابل ( پژواک، ١٦ ليندۍ ٩٤ ): د ولسي جرګې غړي وايي چې ولسمشر بايد د اسيا زړه کنفرانس کې کلک دريځ ولري او په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنې په جديت وړاندې کړي.
د استانبول پروسه د افغانستان په نوښت د سيمې هېوادونو په ملاتړ د ٢٠١١ کال په نوامبر مياشت کې را منځ ته شوه چې د اسيا زړه لومړى کنفرانس د افغانستان او ترکيې په ګډ رياست استانبول کې جوړ شو.
د ياد بهير څلورمه ناسته تېرکال چين کې ترسره شوه او ټاکل شوې چې د اسيا زړه استانبول پروسې پنځمه ناسته د ليندۍ په ١٨مه د اسيا زړه هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په ګډون اسلام اباد کې جوړه شي.

کابل (پژواک، ١٥ ليندۍ ٩٤): مشرانو جرګې د سرپرستۍ په قانون کې د امنيتي ارګانونو د استثنا په اړه او د مخابراتي خدمتونو د لس سلنه محصول اخيستو په اړه د ولسمشر دوه تقنيني فرمانونه تاييد کړل.
خو دې جرګې د مخابراتي خدمتونو د لس سلنې محصول د فرمان په اړه زياته کړه چې د يوې دقيقيې ټيلېفوني اړيکې لګښت بايد يوې افغانۍ ته راټيټ شي.
لس سلنه محصول
د مشرانو جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسيون مشر جاوېد رووف نن د مخابراتي خدمتونو د لس سلنې محصول په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان مشرانو جرګې ته وړاندې کړ.

کابل (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٤): د ولسي جرګې لومړى مرستيال وايي د خپلو مخکنيو څرګندونو د ثبوت لپاره داسې اسناد په واک کې لري چې که يې افشا کړي، حکومت سقوط کوي.
د ولسي جرګې لومړى مرستيال چې شاوخوا دری مياشتې وړاندې ننګرهار ته تللى و څو د داعش له ډلې سره مبارزه وکړي، تېره اوونۍ کابل ته راستون شو او د دې جرګې په يوه غونډه کې يې ادعا وکړه چې د داعش ډلې مسوولين په کابل کې ژوند کوي او د حکومت په ځانګړې توګه د ملي امنيت شورا ملاتړ له ځان سره لري.

کابل (پژواک، ١١ ليندۍ ٩٤): ولسي جرګې د ځينو قانوني، حسابي او تخنيکي ستونزو او د يو شمېر ادارو د کم کار له امله د ١٣٩٣ کال د بوديجې قطعيه رد کړه.
د ولسي جرګې د مالي او بوديجي کمېسيون نن د ١٣٩٣ کال قطعيه (د بوديجې د لګښتونو د څرنګوالي راپور ) د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړ.
د دغه کمېسيون مرستيال محمدعظيم محسني وويل چې تېر کال په اوسط ډول ٨١ سلنه عادي او ٤٥ سلنه پراختيايي بوديجه لګول شوې ده.
هغه وايي چې تېر کال د بوديجې په طرحه کې ٧١٧ پروژې تصويب شوې وې چې له دې ډلې د ٣٤٧ پروژو لګښت صفر دى، د ٢٤٩ پروژو د لګښت کچه له ٥٠ سلنه ټيټه او ١٢١ پروژو لګښت تر ٥٠ سلنه لوړ دى.

کابل (پژواک، ١٠ ليندۍ ٩٤): د مشرانو جرګې يو شمېر غړو، کابل کې د امريکا سفارت له لوري پر کابل ښار باندې د احتمالي بريد په اړه پر خپرې شوې خبرتيا نيوکه کړې او ويلي يې دي چې د امريکا سفارت بايد د دا ډول اعلاميو په خپرولو سره د خلکو ذهنونه نارامه نه کړي.
پرون په کابل کې د امريکا سفارت په انټرنټي پاڼه کې راغلي و  چې دوى داسې کره معلومات ترلاسه کړي چې د راتلونکو ٤٨ ساعتونو په موده کې پر کابل ښار باندې بريد کېږي.

 کابل(پژواک، ٩ ليندۍ ٩٤): د ولسي جرګې ځينې غړي د دغې جرګې د لومړي مرستيال پر څرګندونو چې څو ورځې مخکې يې کړې وې، نيوکه کوي، خو قدير وايي چې که د ملي امنيت د سلاکار په اړه کړې څرګندونې ثابتې نه کړي، نو استعفا به ورکړي.
د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير شاوخوا درې مياشتې وړاندې ننګرهار ته تللى و چې له داعش ډلې سره مبارزه وکړي. تېره اوونۍ کابل ته راستون شو او د جرګې په يوه ناسته کې يې ادعا وکړه چې د داعش ډلې مشران په کابل کې ژوند کوي او د حکومت په ځانګړي ډول د ملي امنيت شورا د سلاکار له ملاتړ نه برخمن دي.

Pages

Subscribe to ملي شورا