په دې ورځو کې د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو لپاره د ټاکنو کېسې روانې دي. بالقوه کانديدان هم غير رسمي کمپاين کوي او دولتي ادارې هم په دې بوختې دي چې څنګه وکولای شي سمې ټاکنې وشي، ځکه دغه ټاکنې په ډېر حساس وخت کې کېږي.
۲۰۱۴ کال ، چې بهرني ځواکونه به افغانستان پرېږدي او د هېواد ټولې امنيتي چارې به افغان ځواکونه سمبالوي، دغه راز به واک يوه نوي ولسمشر ته سپارل کېږي چې دا کار به هم خپلې اغېزې ولري.
په دغسې شرایطو کې نو د ټاکنو اهميت نور هم ډېرېږي او د ټاکنو کمېسيون هم بوخت دی چې څنګه کولای شي ټاکنې عمومي او رڼې وشي.