کلات (پژواک، ٢٧ لړم ٩٤): د زابل د ولايتي شورا غړي او يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د نورو کلونو په پرتله تېر کال د دغه ولايت ولايتي شورا د پام وړ کارونه سرته رسولي دي.
د دوی په خبره چې خپل منځي همغږي، د موکلينو ستونزو ته پر وخت پاملرنه او له دولت سره د ولس د اړيکو نږدېوالى هغه برخې دي چې په کې د ولايتي شورا وکيلان بريالي وو.
د ولايتي شورا وکيلان دا مني چې د ټاکنو پر مهال له خلکو سره کړې ټولې ژمنې يې نه دې عملي کړط خو زياتوي چې امنيتي ستونزې، په دولت کې د اجرااتو لپاره د کلک هوډ نه شتون، په ولايتي کچه بدلونونه هغه څه دي چې د دوی د يو شمېر کارونو مخه يې ډب کړې ده.