"توجه به صنعت توريزم باميان را به مرکز بزرگ توريستى آسيا مبدل میسازد"

 
باميان (پژواک ٢٠ ورى ٩٢) : د باميانو ځايي چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې شته تاريخي اثار تر ګواښ لاندې دي او که چېرې تاريخي ابدو او ګرځندوى صنعت ته پاملرنه وشي، نو باميان به په اسيا لويه وچه کې د ګرځندوى په يو ستر مرکز بدل شي.
د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس کبير دادرس نن (د وري ٢٠مه) د پژواک خبري اژانس له خبريال سره په ځانګړې مرکه کې وويل، سره له دې چې امنيتي ګواښونو د ګرځندوى صنعت اغېزمن کړى، خو د ګرځندوى صنعت ته پاملرنه د دغه ولايت په اقتصادي پياوړتيا کې مهم رول لوبولى شي.
د اطلاعات او فرهنګ رييس د ګرځندوى صنعت پرمختګ له هغو عمده برخو وګاڼه، چې کولاى شي د اقتصاد لپاره تلپاتې عوايد او د خلکو لپاره ښې مالي لاسته راوړنې ولري.
هغه زياته کړه، له ملګرو ملتونو سره ددغه ولايت د ثبت شوو تاريخي ځايونو لکه د بودا نړېدلې مجسمې، ضحاک ښارګوټى، غلغله ښار، چهل برج او د بودېزم دورې له درې زرو زياتې مغارې  په خپل طبيعي زړه راښکون کولاى شي، چې له ټولې نړۍ نه سېلانيان او ګرځندوى را مات کړي.
هغه د دغو اثارو د ساتنې لپاره د نړيوالې ټولنې او دولت لازمه پاملرنه وغوښته او زياته يې کړه: "ګرځندوى ته پاملرنه او د باميانو د تاريخي اثارو ساتنه  دغه ولايت  د اسيا په کچه پر يو ستر توريستي مرکز بدلولاى شي."
هغه وویل، چې اوسمهال په دغه ولايت کې تاريخي اثار په ښه حالت کې نه دي او د بوديجې د نه شتون له امله له طبيعي ګواښونو سره مه دي، چې ساتنه يې ميليونو ډالرو ته اړتيا لري.
سرچيني وويل، که څه هم د بودا دوې نړېدلې مجسمې او د افغانستان لومړى پارک (بند امير) د ګرځندوى له اړخه د باميانو اهميت زياتوي، خو دغه ولايت ته د بهرنيو سيلانيانو راتګ په ١٣٩١ کال کې  د يو کال وړاندې په نسبت تر نيمايي راغورځېدلى دى.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، په ١٣٩١ لمريز کال کې له دغه ولايت نه ٨٩١ بهرنيو او ٢٣٠٠ کورنيو سيلانيانو له تاريخي او لېدو وړ سيمو نه کتنه وکړه، چې د ټکټونو له اړخه يې تر لاسه شوي عوايد درې لکه او پنځلس زره افغانيو ته رسېدل ، خو هغه د ١٣٩٠ لمريز کال عوايد څرګند نه کړل.
هغه په داسې حال کې، چې له دې اړخه يې ترلاسه شوي عوايد کم وبلل، خو هيله يې څرګنده کړه، چې د دغه ولايت تاريخي اثارو ته پاملرنه به په راتلونکو کلونو کې د سېلانيانو او عوايدو کچه اوچته کړي.
دادرس وويل، چې باميان دا مهال په يوه کال کې د سل زره سېلانيانو د جذب وړتيا لري، هغه همدارنګه د ښو توريستي خدمتونو د وړاندې کولو له اسانتياوو خبر ورکړ، خو د سيلانيانو د کمېدو علت يې دغه ولايت ته په راغلو لارو کې د امنيت نه شتون وباله.
هغه خوښي څرګنده کړه، چې په باميانو کې د امنيت ښه کېدل، د ښو ترانسپورتي او هوايي چوپړتياوو وړاندې کول، د ګرځندوى د لارښودو شرکتونو فعاليت کولاى شي دغه ولايت ته زيات سيلانيان جذب کړي.
د باميانو په اطلاعاتو او کلتور رياست کې د تاريخي ابدو مدير عبدالحميد جليا هم وايي، چې په ١٣٩١ لمريز کال باميانو ولايت ته د راتلونکو سيلانيانو شمېر د تېر کال په نسبت کم دى.
هغه وويل، د لارې په اوږدو کې امنيتي ګواښونو باميانو ته د سيلانيانو د راتک لېوالتيا کمه کړې ده.
نوموړي دغه ولايت ته د يوه خصوصي هوايي شرکت د الوتنو پيل، د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د ورماتېدو په برخه کې يو ښه زېرى وباله.
دا په داسې حال کې ده، چې  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تېر کال په وروستۍ مياشت کې په باميانو کې امنيتي ګواښونه او سېلانيانو ته د ښو خدمتونو نه وړاندې کول، د ګرځندوى صنعت غوړېدو پر وړاندې عمده خنډونه ګڼلي وو .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوي مرستيال غلام نبي فراهي په وينا، امنيتي، ترانسپورتي ننګونې، د حلقوي او معياري سړکونو نه شتون له هغو ستونزو دي، چې له امله يې بهرنيو سيلانيانو ته زمينه نه ده مساعده شوې.
هغه پژواک ته ويلي وو، چې په هېواد کې عوايد او د ګرځندوى پراختيا د امکانانو په رامنځته کولو او بنسټيزو زيربناوو، قوانينو، روغتيا  او د بهرنيانو په فکري او فزيکي خونديتوب  پورې اړه لري، چې په دې برخه کې خصوصي سکتور خپل رول لوبولى شي.
د فراهي په باور، د ګرځندوى صنعت ته پاملرنه کولاى شي د هېواد په اقتصادي لوړتيا کې مهمه ونډه ولري، خو په دې برخه کې لا تر اوسه پورې د خصوصي سکتور رول، پانګونه او سيلانيانو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو کار پيکه ښکاري.
باميان يو لرغونى او تاريخي ولايت دى، چې کولاى شو د بودا د دوو نړېدلو مجسمو او او د بند امير طبيعي بند (د هېواد لومړى ملي پارک) نومونه واخلو، د دغه ولايت تاريخي ساحې د بهرنيو سيلانيانو د ليدو او ګرځندوى صنعت د ودې لپاره مهم ګڼل کېږي.