باميان (پژواک ١٦ ورى ٩٣): د باميانو ولايت د رايې ورکولو په مرکزونو کې د زياتې ګڼې ګوڼې له امله يو شمېر کسان له رايې ورکونې پرته بېرته کورونو ته ځي.
خو له دوى نه يو شمېر شکايت کوي، چې نظم نه شته او د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله د ورځې تر پايه د انتظار توان نه لري او له همدې امله بېرته کورونو ته ځي.
د باميانو ښار په کارته صلح ښارګوټي کې د ملا غلام ټاکنيز سايټ کې ٥٥ کلنې رايه ورکوونکې، کور ته د ستنېدو په حالت کې پژواک ته وويل: ((په زيات شوق سره مې پنځه کيلومتره لاره پلې ووهله، خو نوبت را ونه رسېد.))