کابل (پژواک ١٤ سلواغه ٩٢): د جهادي مشر پير سيداحمد ګيلاني په مشرۍ د محاذ ملي اسلامي ګوند وايي، چې دوى د ولسمشرۍ د کانديدانو د شمېر کمولو هڅې پيل کړې دي.
د دغه ګوند مطبوعاتي دفتر له خوا د سلواغې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى تر اوسه د ولسمشرۍ د کوم ځانګړي کانديد د ملاتړ پرېکړه نه ده کړې.
سرچينې زياته کړې، د محاذ ملي ګوند د هېواد په قضاياوو کې د هېواد او ولس په ګټه پرېکړې کوي او تصميمونه يې نيولي دي.