کابل ښار (پژواک ٣ غويى ٩٢): يو شمېر ګوندونه او کارپوهان وايي، چې د ولسي جرګې له خوا د ټاکنو په قانون کې د يوې نه لېږدېدونکې رايې سيستم پر ځاى بايد مختلط سيستم تاييد او په ټاکنو کې ګوندونو ته ډېره ونډه ورکړل شوې واى. ولسي جرګې تېره ورځ (د غويي ٢ مه) د ټاکنو قانون په مسوده کې د نه لېږدېدونکې يوې رايې ټاکنيز سيستم تاييد کړ او پرېکړه يې وکړه، چې رايې به د رايې ورکونې په مرکزونو کې شمېرل کېږي. د ټاکنو د قانون مسوده، چې په ١٧ فصلونو او ٦٧مادو کې جوړه شوې، حکومت تېر کال د لېندۍ په مياشت کې د تصويب په موخه ولسي جرګې ته استولې ده.