کابل (پژواک ٤ تله ٩٢): د "بدلون څپه" سياسي خوځښت د خپل شتون د اعلان په لومړۍ ورځ وويل، چې له نوو څېرو سره به د راتلونکو ټاکنو د سياليو ډګر ته ووځي.
د بدلون څپې سياسي خوځښت د ملي شورا له يو شمېر غړو، سياسي کارپوهانو، د پوهنتون له استادانو، محصلينو، زده کوونکو او نورو څخه جوړ دى.
د بدلون څپې سياسي خوځښت مشرې فوزيې کوفي د دغه حرکت په پرانيست غونډه کې وويل، چې دغه حرکت له سياسي ګوندونو، مدني ټولنو، مخورو، قومي مشرانو، خپلواکو اشخاصو او ځوانانو سره په سلا جوړ شوى دى.
هغې وويل، چې د دغه حرکت جوړېدل درې اساسي موخې لري.