ترينکوټ (پژواک، ۴ وږى ۹۸): د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د دولت جوړونې ټاکنيز ټيم په کمپايني غونډه کې د نورو ګډوالو تر څنګ د يو شمېر رييسانو په ګډون ګڼ دولتي مامورينو هم برخه اخيستې وه.
دغه ټاکنيزه کمپايني غونډه تېره ورځ په مرکز ترینکوټ ښار کې د اشرف غني په ملاتړ جوړه شوې وه چې برخوالو یې په راتلونکو ټاکنو کې له ياد ټیم څخه د ملاتړ ژمنه وکړه.
په غونډه کې د دغه ولایت د مخورو، قومي مشرانو، کلیوالي ملکانو او عامو کسانو تر څنګ دولتي مامورينو هم برخه اخیستې وه.