ترينکوټ (پژواک ٢٤ غبرګولى ٩٣): په اروزګان ولايت کې د رايو د صندوقونو پر لېږدوونکي موټر چاودنه شوې چې له امله يې د کمېسيون يو شمېر کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دغه ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عبدالحميد شريفي د غبرګولي په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن ماخوستن اته بجې په دهراوود ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د ماين چاودنه پر هغه موټر شوې، چې له دهراوود ولسوالۍ څخه د رايو صندوقونه مرکز ته لېږدول.
دى وايي چې په دې چاودنه کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره معلومات ورسره نه وو.