د دايکنډي ولايتي شورا ٩ غړي لري چې درې يې ښځې دي. له دې ډلې شپږو نوو کسانو ولايتي شورا ته لاره موندلې ده.
د ولايتي شورا نوي غړي:
 ١-سبحان نايبي:
سبحان نايبي د ولايتي شورا مرستيال او د حاجي انور زوى دى. نوموړى په ١٣٦٨ لمريز کال  کې د دايکنډي په مرکز نيلي کلي کې نړۍ ته سترګې غړولې دي. خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د دايکنډي په مرکز سنګموم ښوونځي کې پاى ته رسولې دي. خپل فعاليتونه يې په ١٣٨٣ لمريز کال کې له هغو موسساتو سره پيل کړل چې له افغانانو سره يې کار کاوه.
نايبي له  موسساتو سره د کارونو ترڅنګ خپلو ټولنيزو فعاليتونو ته هم مخه کړه او د طلوع دايکنډي ټولنه يې جوړه کړه، له ځوانانو سره په کړو فعاليتونو کې يې هغوى ورزش او روږدېدنې څخه لرې والي ته وهڅول. نوموړى د نورو ټولنيزو فعاليتونو تر څنګ په ١٣٨٧ لمريز کال کې ګوندي فعاليتونه پيل کړل او ملي انجسام ګوند د مرکزي شورا غړيتوب يې تر لاسه او په دايکنډي کې يې د ځوانانو د کمېټې د مشر په توګه کار کاوه. نايبي د ولايتي شورا ټاکنو ته خپلواک نوماند و او اوسمهال د ولايتي شورا د مرستيال په توګه دنده اجرا کوي.
د اړيکو شمېره:   ٠٧٧٩٥٤٢٣٤٨
 ٢-سيد زکريا هاشمي :
سيد زکريا هاشمي د سيدعسکر زوى، چې  په ١٣٦٢ لمريز کال کې د دايکنډي ولايت د خدير ولسوالى په ګورکه کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې په خپله ولسوالۍ کې ترسره کړي او په ١٣٨٩ لمريز کال کې د دايکنډي دارالمعلمين له رياضي څانګې څخه فارغ شوى دى. نوموړي خپل ډېر فعاليتونه په خدير او سنګتخت کې تر سره کړي دي. څلور کاله يې په سنګتخت ولسوالۍ کې  د وګړو د احوال د ثبت مدير په توګه کار کړى او وروسته يې ګوندي فعاليتونو ته مخه کړه. سيد ذکريا د ملي انسجام ګوند د مرکزي شورا غړى شو او په کابل کې يې ددغه ګوند په دفتر کې کار کاوه. نوموړى ولايتي شورا ته خپلواک نوماند و او له کاميابېدو وروسته ددغې شورا د منشي په توګه وټاکل شو.
د اړيکو شمېره :  ٠٧٠٨٦٧٢٧٥٨
  ٣-حاجي غيرت جواهري:
حاجي غيرت جواهري د محمد عظيم زوى، چې  په ١٣٥٠ لمريز کال د کيتي ولسوالۍ په تمزان کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په ځايي لېسه کې پاى ته رسولي او د ښوونځي تر څنګ يې له ملا امام نه هم ديني درسونه ويلي دي.
نوموړى په ١٣٩٢ لمريز کال کې په دايکنډي کې  د ناصر خسرو د ټولنيزو علومو له پوهنځي څخه د ليسانس په درجه فارغ شوى دى، څرنګه يې چې له ټولنيزو فعاليتونو سره زياته لېوالتيا درلوده ، نو ډېر خلک يې زده کړو ته هڅول. په ١٣٩٠ لمريز کال يې په دې ولايت کې د معلولينو د ودې ټولنه جوړه کړه  .
نوموړى د وحدت مردم افغانستان ګوند د پيل څخه له محمد محقق سره و او تر اوسه هم ورسره همکاري لري.اوسمهال د دايکنډي ولايت لپاره د حزب وحدت مردم افغانستان ګوند د ولايتي کمېټې د مشر په توګه کار کوي.
د اړيکو شمېره  :   ٠٧٧٣٥١٢٩٤٨
٤-سُميه محمدي:
سُميه محمد د عوض محمد لور، چې په ١٣٦٣ لمريز کال د سنګتخت ولسوالۍ په غجور باش کلي کې زېږېدلې ده. په ١٣٦٨ لمريز کال کې ايران ته کډواله شوه او په هغه هېواد کې يې لومړنۍ زده کړې بشپړې کړې. په ١٣٨٤ لمريز کال بېرته هېواد ته را ستنه شوه، د سنګتخت بندر د هلکانو په لېسه کې يې زده کړو ته دوام ورکړ او د ښوونکو روزنې له ١٤ ټولګي څخه فارغه شوې ده.
سميې د زده کړو پر مهال ټولنيز فعاليتونه هم کول، د سنګتخت د ښځو شورا رامنځته کول او د ښځو لپاره د سواد زده کړې کورسونه جوړول . وروسته يې د زياتو ستونزو سربېره د معلمۍ دندې ته مخه کړه او په دې برخه کې يې تازه تجربې تر لاسه کړې.
د اړيکو شمېره : ٠٧٠٤٠٢٣٢٩٩
 ٥-سيما رستميان :
سيما د اصف خان لور ، چې په ١٣٥٧ لمريز کال د شهرستان ولسوالۍ په القان کلي کې زېږېدلې ده. نوموړې خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د نجونو په ځايي لېسه کې پاى ته رسولي او په ١٣٨٥ لمريز کال له همدې لېسې نه فارغه او له فراغت وروسته يې د خپل کلي د روغتيايي ستونزو د هوارولو لپاره کار ته مخه کړه.
دهمدې لپاره يې د شهيدانو د موسسې ارګانيزيشن په مرسته د قابلګۍ او نرسينګ کورسونه جوړ کړل او بيا يې له فراغت نه وروسته  څلور کاله د خپلې ولسوالۍ په روغتون کې فعاليت وکړ. مېرمن رستميان د ولايتي شورا په ټاکنو کې خپلواکه نومانده وه او شورا ته يې لاره ومونده.
د اړيکو شمېره :  ٠٧٧٧٧٥٤٢١٢
٦-شيما محمدي:
شيما محمدي د محمد عيسى لور، چې  په ١٣٦٩ لمريز کال کې د ميرامور ولسوالۍ په ناليج کلي کې زېږېدلې ده. نوموړې خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د ګذراند ولسوالۍ په نسوان لېسه کې کړي او د زده کړو تر څنګ يې په لېسه کې د ښوونکو د کموالي په سبب د ښوونکې په توګه دنده اجرا کوله.
درې کاله ښوونکې وه او د ټولنيزو فعاليتونو په سبب د ځايي خلکو له خوا لومړى د ولسوالۍ د پراختيايي شورا د مرستيالې او وروسته د مشرې په توګه وټاکل شوه. د ولايتي شورا دغې خپلواکې غړې د خپلو ټولنيزو فعاليتونو په ترڅ کې سياسي فعاليتونه هم درلودل او دغه فعاليتونه يې  د وحدت مردم افغانستان ګوند په چوکاټ  کې پيل کړل، خو ډېر وخت نه و وتلى چې د افغانستان ملت ګوند د مرکزي شورا غړيتوب يې تر لاسه کړ.
د اړيکو شمېره  : ٠٧٦٥٧٦٦٦٧٢
 
هغه پخواني غړي چې ولايتي شورا ته يې لاره موندلې ده:
  ٧-سهراب علي اعتمادي:
سهراب علي د حاجي محمدحنيف زوى، چې په ١٣٣٦ لمريز کال کې د دايکنډي په شهرستان ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړى د ولايتي شورا رياست پر غاړه لري او خپلې لومړنۍ زده کړې يې ددې ولسوالۍ له يوه ديني عالم سيدعلي نقي نجفي څخه کړې دي. نوموړي د ايران په مشهد او قم کې د ادبيات او نحوې په برخه کې زده کړې کړي او د دايکنډي په مرکز کې د سنګموم لېسې له ١٢ ټولګې څخه فارغ شوى دى.
اوسمهال په دايکنډي کې د ناصر خسرو د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په درېيم ټولګي کې زده کړه کوي . اعتمادي د جهاد پرمهال د غزني، باميان او ميدان وردګو په جهادي شوراګانو کې ګډون کړى او په ١٣٧٠ مه لسيزه کې د مجاهدينو د حکومت پرمهال د شهرستان ولسوالۍ مرستيال او د ماليې مدير و، نوموړي په تېره ولايتي شورا کې هم  غړيتوب درلود .
د اړيکو شمېره :   ٠٧٧٥٦٢٢٥٣٠
٨- هادي رحيمي زاده :
هادي رحيمي زاده په ١٣٥٥لمريز کال کې په سنګتخت ولسوالۍ کې زېږېدلى دى، د جګړو په سبب له ښوونځي نه پاتې شو او له ناچارۍ يې له سيمه ييز روحاني څخه سواد زده کړ او په ١٣٧١ لمريز کال  کې د ديني علومو د زده کړې لپاره ايران ته روان شو او د مشهد په علميه حوزه کې يې د عربي ادبياتو، منطق او فقې په برخه کې تحصيل وکړ.
افغانستان ته له را ستنېدو وروسته د وحدت ګوند د مقاومت له جبهو سره په مرکزي سيمو کې يو ځاى شو، خو د طالبان د واکمنۍ پرمهال بېرته اړ شو چې پاکستان ته  لاړ شي او تر ١٣٨٢ لمريز کال پورې په دغه هېواد کې ژوند وکړي.
د اړيکو شمېره :  ٠٧٧٥٥٧٧٨٢٩
 ٩- محمدابراهيم:
محمد ابراهيم د صفدر زوى، چې په ١٣٤٨ لمريز کال کې د کجران ولسوالۍ په يوه مذهبي کورنۍ کې زېږېدلى  او په ١٣٥٤ لمريز کال کې د کجران د مرکز په منځني ښوونځي کې داخل شو، خو تر پنځم ټولګي پورې يې زده کړې وکړې. نوموړي خپلې د يني زده کړې په ١٣٥٨ لمريز کال کې له ځايي ملاامام څخه وکړې. په ١٣٦٣ لمريز کال د مجاهدينو له يوې ليکې سره يو ځاى شو او په ١٣٦٧ کې ايران ته  لاړ، خو په ١٣٧١ لمريز کال کې بېرته راستون او د درېيو کلونو لپاره د کجران امنيه قوماندان و.
په ١٣٧٠ لمريز کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو او د طالبانو له خوا د کجران له نيولو وروسته بېرته ايران ته  لاړ، نوموړى د ولايتي شورا په تېره دوره کې هم وکيل و.