عبدالحق شفق د محب علي زوى، چې  په ١٣٤٠ لمريز کال د سرپل د مرکز په چهارباغ کلي کې زېږېدلى دى. خپلې لومړنۍ زده کړې يې ددې ولايت په شاه چنار ښوونځي او ثانوي زده کړې يې په کابل کې د امام ابوحنيفه په لېسه کې پاى ته رسولې دي.
 نوموړي لوړې  دينې زده کړې د ليسانس په کچه په يوه ګاونډي هېواد کې پاى ته رسولي او د جهاد پرمهال(١٣٦٠ لسيزه) کې د حزب وحدت اسلامي افغانستان ګوند له بنسټګرو څخه يو و، چې ددغه ګوند د وياند او پوځي، فرهنګي او سياسي کمېټو کې يې کار کړى دى.
شفق د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د بلخ په مرکز مزار شريف ښار کې د طالبانو پر وړاندې د جبهې غړى و، چې ايران او پاکستان ته يې تګ راتګ کاوه. ده د طالبانو د واکمنۍ له پرځېدو وروسته د بن په ناسته او په کابل کې په لويه بېړنۍ جرګه کې ګډون وکړ او داساسي قانون د تصويب کميسيون کې يې د منشي په توګه دنده اجرا کوله.
نوموړي له ١٣٨٣ لمريز کال راهيسې درې نيم کاله د سمنګان ولايت د والي، وروسته تر ١٣٩١ لمريز کال پورې د فارياب د والي او د ١٣٩٢ لمريز کال د غويي مياشتې راهيسې د دايکنډي دپخواني والي قربان علي اروزګاني پر ځاى د دايکنډي د والي په توګه ټاکل شوى.
د شفق مورنۍ ژبه دري ده، خو له پښتو او انګليسي سره هم اشنايي لري او اوسمهال په کوم سياسي بهير پورې نه دى تړلى.