Security up in Uruzgan in run-up to vote

 
ترينکوټ (پژواک٦ ورى ٩٣): د اروزګان امنيه قوماندان وايي، په ټولو هغو سيمو کې يې امنيتي تدابير سخت کړي، چې د رايو ورکولو مرکزونه په کې دي.
امنيه قوماندان مل پاسوال مطيع الله خان له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې په دغه ولايت کې به راتلونکې ټاکنې په ښه امنيت کې ترسره شي.
د ده په وينا، د اروزګان په ټولو هغو سيمو کې چې د ټاکنو محلونه په کې دي، کلک امنيتي تدابير نيول شوي او امنيتي پوستې په کې زياتې شوې دي.
قوماندان مطيع الله خان وايي، تر ټاکنو مخکې يې په ټولو سيمو کې عمليات ترسره کړي، چې ښې پايلې يې درلودې.
هغه وايي: ((زه د اروزګان خلکو ته ډاډ ورکوم، چې د ټاکنو د بهير امنيت به په ښه توګه ونيسو، خلک دې د رايو مرکزونو ته ولاړ شي او د خپلې خوښې کانديد ته دې رايه وکړي.))
نوموړي وويل، چې په اروزګان کې به د ټاکنو په ورځ د ټاکنو ټول مرکزونه پرانيستي وي او د ده په وينا تر اوسه په دغه ولايت کې د رايې ورکولو يو محل هم نه دى تړل شوى.
نوموړي، د ټاکنو په اړه د وسله والو طالبانو خبردارى په خلکو کې د وېرې اچولو لپاره د هغوى توطيه وباله.
بلخوا د ٢٠٥ اتل قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان جنرال محمدرسول کندهاري له پژواک سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې په اروزګان ولايت کې به د ټاکنو د بهير ښه ساتنه وکړي.
هغه وايي: ((د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره هېڅ ډول امنيتي تشه نه ده را منځته شوې، موږ په ټولو سيمو کې امنيتي تدابير نيولي او د راتلونکو ټاکنو لپاره په بېلابېلو سيمو کې د نورو امنيتي سرتېرو تر څنګ د ملي اردو سرتېري هم پر دندو ګومار ل شوي دي.))
له دې سره هم مهاله د اروزګان اوسېدونکي وايي، هيله من دي څو په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.
د دغه ولايت د مهراباد سيمې يوه اوسېدونکي محمدولي پژواک ته وويل، چې سږ کال يې د رايي ورکولو کارت اخيستى او غواړي په ټاکنو کې ګډون وکړي.
دى وايي، په تېرو ټاکنو کې يې ځکه رايه نه وه کاروله، چې په سيمه کې يې امنيت ښه نه و او د طالبانو ګواښونه هم ډېر وو.
د اروزګان يوه قومي مشر نورالله وويل، سږ کال يې په سيمه کې امنيت ښه شوى او ډېر خلک غواړي چې په ټاکنو کې برخه واخلي.
د مرکز ترينکوټ يوې اوسېدونکې رابعې هم پژواک اژانس ته وويل، چې د رايې اچونې کارت يې ترلاسه کړى او غواړي د کورنۍ د نورو غړو په څېر په ټاکنو کې برخه واخلي.
په ورته مهال د اروزګان د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ساحوي دفتر رييس عبدالحميد شريفي پژواک ته وويل، تر دې مهاله په ټول ولايت هېڅ ډول امنيتي ستونزه نشته، چې له امله يې د رايې ورکولو مرکزونه وتړل شي.
شريفي وايي: ((په ټول ولايت کې به ۵۰ د رايې ورکولو محلونه وي، چې تر اوسه يې د ټولو هغو د امنيت په تړاو اندېښنه نشته.))
هغه وايي، چې د دغو محلونو د لا ښه امنيت لپاره وخت ناوخته له ولايتي ادارو او امنيتي ارګانونو سره غونډې ترسره کوي.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د روان کال د وري په ١٦مه په ټول هېواد کې ترسره شي.