Daikundi provincial council candidate fined

 
نيلي (پژوا ٢٨ ورى ٩٣): د دايکنډي د ولايتي شورا يو نوماند د ټاکنو خپلواک کميسيون د پاڼو د تقلب او درغلۍ په سبب پنځوس زره افغانۍ نغدي جريمه شو.
د دغه ولايت د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند او کمېشنر ميرحسين نظري وويل، چې د ولايتي شورا نوماند محمدظاهر ابراهيمي د ټاکنو کميسيون په پاڼو کې د جعل له امله، چې د خپلو ټاکنيو سيالانو نومونه يې له لړليکه په سپينوونکې ماده لري کړي او بيا کافي کړي وو، د شکايتونو کميسيون له خوا پنځوس زره افغانۍ نغذي جريمه شو.
هغه زياته کړه، چې دې نوماند همدا جعلي لېست د خپلو پلويانو په منځ کې خپور کړى او ويلي يې دي، چې دغه نوماندان له وروستي لړليکه لرې شوي دي.
خو ابراهيمي د کمېسيون دا پرېکړه ونه منله او پژواک خبري اژانس ته يې وويل، چې ټاکنيزو سيالانو يې پر ده تور پورې کړى دى.
د ولايتي شورا دغه نوماند، چې په ميرامور ولسوالۍ پورې تړلى، زياتوي: ((ما خلکو ته زيات کار کړى، سيالان مې نه غواړي، چې په ټاکنو کې بريالى شم، نو له همدې امله يې راپورې بې بنسټه ادعاوې تړلې دي.))
د دايکنډي د شکايتونو کمېسيون وياند وايي، چې له همدې امله د ولايتي شورا دغه نوماند د استيناف غوښتنه کړې او موضوع د زياتې پلټنې او څېړنې لپاره کابل ته د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون ته راجع شوې ده.
هغه وويل، چې په ټوله کې له ياد کمېسيون سره ٢٨ شکايتونه ثبت شوي، چې پنځه يې تر ټاکنو وړاندې او ٢٣ نور د ټاکنو په ورځ او وروسته ثبت شوي دي.
هغه زياته کړه، چې ٢١ مورده د ټاکنو په ورځ د راى پاڼو او رايې ورکونې د محلونو د کمښت په اړه ټيلېفوني راپورونه او ځيني يې هم ټاکنيزې سرغړونې دي.
نظري زياته کړه، چې د دغو شکايتونو له ډلې يې شپږ په لومړۍ کتګورۍ يا لومړۍ درجه کې نيولې شوې، چې څېړنې او پلټنه يې کېږي.
هغه زياته کړه، چې د دايکنډي ولايت د رايې ورکونې له څلورو مرکزونو نږدې ١٥ صندوقونه مشکوک دي، چې يو يې د ولسمشرۍ او نور يې له ولايتي شوراګانو څخه دي.
په دايکنډي کې د شکايتونو کمېسيون وياند په ډاګه کړه: ((امکان لري چې شوي شکايتونه د ټاکنو پر پايلو اغېز ولري، له همدې امله نن قرنطين او څېړنه به يې پيل شي.))
د ويلو ده، چې د وري مياشتې د ١٦مې نېټې ټاکنو کې د رايې ورکونې ١٧٤ مرکزونه په دايکنډي ولايت کې پرانېستي و او دوه هغه يې دامنيتي ګواښونو په سبب تړلي پاتي شول.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.