جلالى: چالشهاى افغانستان ريشه هاى استراتژيک دارد

کابل(پژواک، ٢٢ تله ٩٣):  د کورنيو چارو پخوانى وزير او "د فکر او عمل جرګې" اوسنى مشر علي احمد جلالي وايي، د ملي يووالي حکومت له زياتو ننګونو سره مخ دى او حل يې دې ته اړتيا لري ، چې د هېواد له ظرفيتونو څخه لږ تر لږه په يوه ستراتيژيک ليدلوري کې کار واخيستل شي.
نوموړي په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې په تېرو ١٣ کلونو کې سربېره پر دې چې ګڼې ننګونې او ستونزې وې او ټولو خلکو قرباني ورکړه، د افغانستان له ګڼو پرمختګونو انکار نه شو کولى.
 خو هغه زياته کړه چې ګڼې نيمګړتياوې هم وې او امکان يې درلود چې په تېرو ١٣ کلونو کې تر لاس لاندې امکاناتو څخه غوره کار اخيستل شوى واى او که چېرته سم کار ورڅخه اخيستل شوى واى،شايد چې د هېواد وضعيت به له نن  څخه  ښه و.
نوموړي زياته کړه:((په دولت جوړونې کې نا کافي پانګونه، غير ستراتيژيک تکتيک ، په افغانستان کې په واک د ګڼو، قدرتونو نه مدغمول او د سيمې او نورو هېوادونو لاسوهنه هغه څلور لاملونه دي، چې له امکاناتو سمه ګټه وانه خيستل شوه.))
 هغه زياته کړه ، ددغو ستونزو حل دادى چې خلک سره راټول او د افغان ملي ظرفيتونو څخه کار واخيستل  او د افغانستان ستونزې ايجابوي چې لږ تر لږه د هېواد له ظرفيتونو څخه له يوه ستراتيژيک ليد لوري کار واخيستل شي.
د فکر او عمل جرګې مشر وويل چې د افغانستان مسايل او ستونزې ستراتيژيکې رېښې لري، حل يې هم ستراتيژيک چلند غواړي او هېڅ ستراتيژيک عمل له روښانه موخې پرته پايله او مفهوم نه لري.
 د کورنيو چارو پخواني وزير وويل چې اوسني حکومت د ټاکنو او ملي تفاهم له لارې سياسي مشروعيت تر لاسه کړى، بايد له دې نه وروسته خپله ټوله پاملرنه په جوړښتي مشروعيت راټوله کړي، څو ټول خلک په حکومت کې را غونډ شي. جوړښتي مشروعيت هغه وخت يقيني کېږي، چې خلک د حکومت له کړنلارې سره موافق وي او پر پلي کولو يې يقين ولري.
 هغه زياته کړه چې په دغو ورځو کې د سمو کړنو خبرې اورېدل کېږي او هيله ده چې ټول دغه کارونه عملي شي ،  نه يواځې چې افغان مشران، بلکې ملت له اوسني حکومت سره همکاري وکړي، څو شوې ژمنې هر اړخيزه بڼه پيدا کړي او يواځې د هيلو په توګه پاتې نه شي.
 جلالي له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک په اړه وويل چې امنيتي تړون د افغانستان د درد بشپړه درملنه نه شي کولى، ددغه تړون نه لاسليکول افغانستان ته ضربه رسوي، خو لاسليک يې په دې مانا نه دى چې د افغانستان ټولې ستونزې لرې کوي.
 سرچينې وويل چې امنيتي تړون يوه نيمګړې بيمه ده او په کې د مالي مرستو او د يرغل په صورت کې له افغانستان څخه د دفاع او په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د شتون په اړه ژمنه نه ده شوې.
د فکر او عمل جرګه، چې له دوو کلونو راهيسې فعاليت کوي او د ملي يووالي له نوي حکومت څخه يې ملاتړ کړى؛ وايي چې که  حکومت وي يا نه ، د افغانستان په سياست کې د يوه سياسي تشکيل په توګه کار کوي او د هېوادنيو مسايلو لپاره ستراتيژيکه حل لاره لټوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.