فیض اباد (پژواک، ١٣ لړم ٩٧): په بدخشان کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سیمه ییز دفتر د یو شمېر نوماندانو، څارونکو او خلکو د شکایتونو په تعقیب د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره په همغږۍ د ۶۹ مرکزونو د رایو تفتیش او بیا شمېرنه پیل کړه.
په بدخشان کې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس حمیدالله پژواک خبري اژانس ته وویل، له ثبت شوو شکایتونو روښانه کېږي چې د ولسي جرګې د ټاکنو په ورځ د فیض اباد په ګډون د ارګون، یاوان، کشم او یفتل پایان ولسوالیو د رایې ورکونې ۶۰ مرکزونو کې سرغړونې او درغلۍ ترسره شوې دي.
نوموړي زیاته کړه: ((موږ د یادو مرکزونو لېست په بدخشان کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر ته لېږلی او د هغه له مخې مو نن د یادو مرکزونو د صندقونو د رایو تفتیش او بیا شمېرنه پيل کړه.))
د ده په خبره، د رسنیو او څارونکو په موجودیت کې د رایې ورکونې په دوو صندقونو د پایلو فورم د محل د مسوول لاسلیک او ټاپه نه درلودل او پر فورم باندې امنیتي سکاژتيپ هم نه و، دغه کار د دې لامل شو چې رایې له سره وشمېرل شي.
ده وویل: ((که د تفتیش او بیا شمېرنې پر مهال درغلي ولیدل شي نو موږ د کړنلارې مطابق د هغو صندقونو رایې باطلې اعلانوو.))
په بدخشان کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د سیمه ییز دفتر رییس سید روح الله موسوي وویل چې د ټاکنو د څرنګوالي د شفافیت له امله د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې د ټاکنو د بهیر د تضمین سبب ګرځي.
ده وویل: ((د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون موږ ته د ۶۰ مرکزونو لېست رالېږلی چې په یادو مرکزونو کې ټاکنیزې سرغړونې شوې، او موږ یې نن تفتیش او څېړو او د اړتیا پر مهال به دغه صندقونه بیا وشمارو.))
د بدخشان د مدني ټولنې غړې ژولیا اکبرزاده وویل: ((موږ د خپل څار پر مهال نن سرغړونه پیدا نکړه، خو ستونزه موجوده وه داسې چې موږ نه شوای کولای چې پر یو وخت د څلورو صندقونو د رایو د ارونې پروسه وڅارو او دغه ستونزه مو د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره شریکه کړه.))
د ولسي جرګې د نوماند سمیع الله ظهوري څارونکي صلاح الدین ایوبي وویل چې د نظارت پر مهال یې لیدلي چې د ځینو نوماندانو رایې د پایلو په لېست کې کمې یا زیاتې شوې او د ټاکنو د پایلو په فورم امنیتي سکاژتیف نه وو او اروزنه اوس هم دوام لري چې دوی یې پایلو ته انتظار کوي.