Add new comment

جلال اباد (پژواک، ۵ چنګاښ ۹۸): د ننګرهار د ټاکنو خپلواک کمېسيون مسوولين وايي، په دغه ولايت کې د ټاکنو تقويتي نومليکنې له پيله تر اوسه شاوخوا ۱۶زره کسانو خپل ځانونه ثبت کړي دي.
دوی دغه راز ډاډ ورکوي چې په ټول ولايت کې يې تر اوسه د پروسې پر وړاندې خنډ نشته او هېڅ کومه امنيتي پېښه هم لا نه ده رامنځته شوې.
د ټاکنو کمېسيون مسوولينو دا څرګندونې د چنګاښ په ۴مه د دغه کمېسيون په ولايتي دفتر کې په ټاکنو کې د اړوند بنسټونو د همغږۍ په غونډه کې وکړې.
د ټاکنو کمېسيون د ولايتي دفتر مشر ذبيح الله وګړي وويل، له نننۍ غونډې يې موخه د ټاکنو د څار له بنسټونو د دوی د پروسې او د خلکو د رضايت په اړه معلومات ترلاسه کول دي.
هغه زياته کړه، د نوم ليکنې پروسې له پيله تر اوسه په دغه ولايت کې ۱۳زره نوو کسانو نوم ليکنه کړې او له درېيو زرو ډېرو يې خپل نومونه او يا هم د رايې ورکولو مرکزونه تغيير او تبديل کړي دي.
دی وايي: ((امنيتي ځواکونو موږ ته کلک امنيتي تدابير نيولي، تر اوسه کومه پېښه نه لرو او نه هم الحمدالله تر اوسه چا کوم ګواښ کړی، پوليس مو فزيکي امنيت ساتي او ملي امنيت د اپراتيفي امنيت په ساتلو کې همکاري کوي.))
د ننګرهار د ولايتي شورا منشي حميرا رفيع که څه هم د ټاکنو د نوم ليکنې روانه پروسه ښه بولي خو ټينګار کوي چې د نوم ليکنې مامورين بايد دغه ځل له پوره دقت کار واخلي.
نوموړې وايي، تېر ځل ډېر خلک ځکه له رايې ورکولو پاتې شول چې نومونه او يا يې هم مرکزونه غلط ثبت شوي وو.
په ورته وخت کې په ننګرهار کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د څار بنسټ يا فيفا استازي اسدالله لاروي نيوکه وکړه چې د تېر په څېر بيا هم د نوم ثبتونې مامورين سم نه دي مقرر شوي او ډېری کسان يې لا د نوم ليکلو وړتيا هم نه لري.
دی وايي، د ټاکنو کمېسيون تر ډېره په مرکزونو کې د ټاکنو د څار له بنسټونو سره کره معلومات نه شريکوي او د کمېسيون له لوري ورکړل شوو شمېرو ته د شک په سترګه ګوري.
د ټاکنو د نوم ليکنې پروسه په ټول هېواد کې د غبرګولي په ۱۸مه پيل شوې وه او ټاکل شوې د روانې مياشتې تر ۸مې دوام وکړي.
د دې پروسې د پيل په ورځ د کمېسيون مسوولينو ويل چې شېرزادو ولسوالۍ ته يې لا مواد نه دي رسېدلي خو اوس وايي، تر دوو ورځو ځنډ وروسته هلته هم پروسه پيل شوې ده.
اوس مهال په ټول ننګرهار کې ۲۸ د نوم ثبتونې مرکزونه موجود دي چې له ډلې يې ۶ مرکزونه د جلال اباد په ښار کې دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.