Add new comment

د بادغيس د پستې ځنګلونه د زورواکو او وسله والو په ولکه کې دي

 
هرات (پژواک ١٨ زمرى ٩٢): د بادغيس د ولايتي شورا غړي او د سيمې اوسېدونکي وايي، چې د پستې ځنګلونه وسله والو طالبانو او سيمه ييزو زور واکو ولکه کړي، حاصلات يې راټولوي او وني يې وهي.
د بادغيس د ولايتي شورا رييس عبدالمجيد شکېب هرات ته د خپل سفر پر مهال پژواک اژانس ته وويل، پسته د بادغيس د خلکو ملي پانګه او ځنګلونه يې ګډ مال دى، چې له ډېره پخوا يې هر سړى په مېوه کې حق لري.
د ده په خبره، د پيسې په راټولولو کې د ډېرو بېوزله خلکو کار جوړ و، د کونډي او يتيم د اقتصاد سرچينه وه، خو اوس د سيمې وسله وال پرې واکمن دي او د عامو خلکو د ورتګ مخه يې نيولې ده.
د ولايتي شورا رييس  له دولت څخه غوښتنه کوي، چې د پستو ځنګلونه په هره ممکنه وسيله چې وي د وسله والو له منګولو  وژغوري.
 په بادغيس کې د کرنې  رياست يو مامور چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي، چې بادغيس په دريو ولسواليو بالامرغاب، ابکمري او مقر ولسواليو کې ٩٠ زره هکتاره د پستو ځنګلونه لرل.
د ده په خبره، چې اوس دېرش سلنه ځنګلونه پاتې دي، چې يا يې ونې وهل شوې او يا د نورو عواملو له مخې دغه ځنګلونه له منځه تللي دي.
د سرچينې په وينا، چې د دولت او نړيوالو مرستندويانو له لوري په ځينو سيمو کې بېرته له سره د پستو د ځنګلونو د رغونې او نويو نيالګيو د کېنولو چارې پيل شوې دي.
په بادغيس کې د مدني ټولنې  فعال عبدالله دراني هم د حکومت له خوا د عمومي حشر په ډول د پستو د نوو نيالګيو کېنول د کار پيل يو ښه اقدام وباله، خو زياته يې کړه، چې د پستو د ځنګلونو رغونه به وخت وغواړي.
درانى زياتوي، چې د پستې عامه ځنګلونه اوس د څو سيمه ييزو زورواکو او وسله والو طالبانو په واک کې دي او ان شخصي ملکيت يې ګڼي.
نوموړى همدغه سيمه ييز وسله وال او ځايي طالبان د پستو د ځنګلونو په تخريب تورنوي او زياتوي، چې بايد تر هر څه ژر يې مخه ونيول شي.
د بادغيس د والي وياند سيد شراف الدين مجيدي په ځنګلي سيمو کې د نا امنۍ او وسله والو نفوذ موضوع رد نه کړه، خو زياته يې کړه، چې د وسله والو واک دومره پراخ هم نه دى، چې ټول ځنلګونه دې تر واک لاندې وي.
مجيدي پژواک ته وويل، همدا اوس په سيمه کې پوليس امنيتي پوستې لري وسله والو مخالفين او ناقانونه ډلې دومره زور نه لري، چې ځنګلونو ته د عامو خلکو د ورتګ مخه ونيسي.
نوموړي دا ومنله، چې په تېرو څو کلونو کې د پستې ډېرى ځنګلونه له منځه تللي خو له سره د اسپانيا هېواد او کرنې وزارت له لوري يې د بيارغونې کار پيل شوى او زرګونه خلکو ته په کې د کار زمينه هم برابره شوې ده.
د بادغيس پسته دوه مياشتې وروسته پخېږي او د حاصلاتو په ټولولو کې به يې د سيمې زرګونه خلک برخه واخلي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.