Add new comment

زلمي رسول د خوست له خلکو سره د کاري زمينو برابرولو ژمنه وکړه

 
خوست (پژواک،١١ورى٩٣) : د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر زلمى رسول وايي،د برياليتوب به صورت کې يې  به لومړى کار د بې روزګاره خلکو لپاره د کاري  زمينو برابرول وي.
زلمي رسول دا څرګندونې د وري په ١١مه په خوست ولايت کې خپلو پلويانو ته د غونډې پر مهال وکړې.
له نوموړي سره پر سردار محمدنادر نعيم سربېره د ده دټيم د کمپاين غړي او په ملي شورا کې د پکتيا او خوست ځينو وکيلانو هم ملتيا کوله.
ډاکټر زلمي رسول د خوست خلکو ته په خبرو کې وويل، چې د لويې پکتيا په ځانګړي ډول د خوست ولايت ځوانان زيات خوارکښ دي او ډېرو سختيو سره په بهرنيو هېوادونو کې کار کوي او د خپلو کورنيو د هوساينې لپاره پيسې راوړي.
نوموړي وويل، چې که واک ته ورسېږي، نو لومړى کار به يې دا وي، چې په هېواد کې دننه د بې روزګاره خلکو لپاره د کار زمينه برابره کړي، چې دا کار د هېواد د پرمختګ لپاره ډېر مهم دى.
ډاکټر زلمي رسول پر اوسنيو دولتي چارواکو هم انتقاد وکړ او ويې ويل، سره له دې، چې خوست دويمه درجه ولايت دى، خو تراوسه هم دغه ولايت ته کلنۍ بوديجه د نفوسو په لحاظ نه ده ورکړل شوې.
نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې د اعتدال، برابرۍ او رغونې ټيم به د برياليتوب په صورت کې د ولايتونو د نفوسو په تناسب او د اړتياوو له مخې ولايتونو ته بوديجه ورکړي.
نوموړي دغه راز د خوست له خلکو سره ژمنې وکړې، چې هوايي ډګر به ورته په نړيواله کچه جوړوي، د برېښنا د توليد درې مهم بندونه به ورته جوړوي او خوست به پر يوه ترانزيټي مرکز بدلوي.
همدارنګه د پوهنې بهير پياوړي کول، خوست ولايت ته د زياتو تحصيلي بورسونو ورکول او دې ته ورته ځينې نورې ژمنې ډاکټر زلمي رسول د خوست له خلکو سره وکړې، چې واک ته تر رسيدو وروسته به يې پلې کړي.
که څه هم ويل کېدل، چې د زلمي رسول د کمپاين په ياده شوې غونډه کې لسګونه زره خلک ګډون وکړي، خو په دې برخه کې د خلکو د علاقې نلرلو له امله دغه شمېر ښايي تر اتو زرو نه وي اوښتى.
خو په ټوليز ډول ويل کېږي، چې په راتلونکو ټاکنو کې د خلکو د ګډون لېوالتيا زياته شوې ده او له همدې امله د يوه ښه ولسمشر د ټاکنې لپاره په ټاکنيزو مبارزو کې پراخ ګډون کوي.
د خوست د مرکز د پنزايې سيمې يو تن اوسېدونکي محمد شاه پژواک اژانس ته وويل، چې خوست ته د راغلو دوو ولسمشريزو کانديدانو په غونډو کې يې ګډون کړى دى.
نوموړي زياته کړه، له دې څخه يې موخه دا ده، چې وګوري، کوم يو کانديد د ټول هېواد په ځانګړي ډول د خوست لپاره څه ډول پروګرامونه لري او کومې ژمنې کوي.
محمدشاه له نورو خلکو هم وغوښتل، چې د ولسمشرۍ د نورو کانديدانو پروګرامونه او ټاکنيزې مبارزې وڅاري او بيا په ډېر دقت سره د خپلې خوښې  کانديد ته رايه ورکړي.
د يادونې ده، چې په تېرو دوو اونيو کې د ولسمشريزو ټاکنو درې کانديدان ډاکټر اشرف غني احمدزي، ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر زلمي رسول خوست ته راغلي دي.
دوى هر يوه له خوستوالو سره يو او بل ته ورته ژمنې کړي، چې د برياليتوب په صورت کې به يې عملي کړي.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري په ١٦مه ترسره شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.