- دميدانوردګوولايتدچکولسوالۍاوسېدونکى ٣٩ کلنګلالرحمنوايي:"پهښوونځيوکېدزدهکړېکچه اودلوړوزدهکړوپهدولتي موسسوکېدجذبوړتياډېرهټيټهده او بل خوا ډېر افغانانپهشخصيپوهنتونونواوښوونځيوکېدزدهکړووسنهلري،کهدولتتوجه ونهکړي،نودغريبوخلکواولادونهبهبېتعليمهپاتېشي." په تعليمي او تحصيلي برخه کې تاسې داسې کومې لارې غوره کوئ ، چې دې برخه کې د افغانانو غوښتنې پوره کړئ؟
په هېواد کې د ښوونې او لوړو زده کړو نظام د کيفيت ښه کولو لپاره کاري او مشخص پروګرامونه لرو، موږ د پوهنې او لوړو زده کړو اوسنی وضعيت مطالعه کړی، زيانونه مو يې پېژندلي او له اوسني وضعيت نه د وتلو مفصلې طرحې لرو، څو لاندې موارد تعقيب او عملي بڼه پيدا کړي: د ښوونې او تصحيل د نصاب ښه کول، د ښوونکي د روزنې شرايط ښه کول، د روزنيزو، تحصيلي او فرهنګي مرکزونو د جوړولو اهتمام، د ښوونې او تصحيلي نظام د بهير غښتلتيا، اسلامي تعليماتو او تحصيلاتو ته پاملرنه، د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ننګونو لرې کول، د معارف او تحصيلاتو د ستراتيژيک مديريت ترتيبول، د ټولو لپاره په ګډه د ښوونې روزنې د هزاره سوم د پراختيايي موخو تحقق، د سواد زده کړې او حياتي سواد پروسې پياوړي کول، د پوهنې د متوازنې پراختيا لپاره جدي اهتمام، د لوړو زده کړو وزارت د کمي او کيفي نظام پراخول، د ځوانانو د استعدادونو غوړول، د خصوصي برخې تعليم او تحصيل د کيفيت تضمين، د روزنې تر څنګ د پالنې اصل اهتمام، د ښوونکو او استادانو د وضعيت ښه والي ته پاملرنه، د پوهنې او لوړو زده کړو امنيتي برخې ته پاملرنه، د دولت د فرهنګي خدماتو له کانال څخه تعليم او تحصيل ته د ټولو لاسرسى.
د افغانستان له اساسي قانون سره سم، چې تدريس يې تر ليسانس کچې وړيا دى، د هېواد بچيانو ته د ښوونې او لوړو زده کړو په برخو کې دغه کارونه کوو: - د پوهنې او لوړو زده کړو په برخو کې د قانون د موادو پلي کول. - له هر ډول تبعيض او فساد څخه د پوهنې او تحصيلاتو د نظام پاکول. - له ملي او پراختيايي بوديجې د پوهنې برخې لپاره د کافي بوديجې اختصاص - د پوهنې او لوړو زده کړو په کچه متوازنه پراختيا. - له منطقي مکانيزمونو سره د استادانو او ښوونکو د ژوند وضعيت ته پاملرنه. - له بهرنيو اکاډميکو بنسټونو سره د علمي همکاريو تبادله او شريکول. - د اوسنۍ عصر له اړتياوو سره د استادانو د پوهې د کچې اوچتول. - په ټولو پوهنتونونو کې د تحقيقاتي مرکزونو رامنځته کول او پياوړتيا. - په ولايتونو کې د فرهنګي ارزښتونو د ساتنې لپاره په مورنيو ژبو د روزنې زمينه برابرول. - په ټول هېواد کې د عامه کتابتونونو جوړول.
تر هر څه وړاندې به موږ د زده کړې یو داسې بهير او چاپیریال را منځته کړو، چې د نهم ټولګي یو فارغ د دې وړتیا ولري، چې هغه هم په اقتصاد ، هم د ټولنې د چارو په انتظام ، هم د خپل ځان او هم د خپل هېواد د خونديتوب او پياوړتیا لپاره برخه واخلي . زده کوونکي باید د نهم یا دوولسم ټولګي له فراغت وروسته هم په خپل ذهن کې د نورو زده کړو لپاره چمتوالى ولري . موږ به د دې لاره هم برابره کړو، چې یو محصل یواځې دې ته اړ نه شي، چې څلور کاله پوهنتون ولولي ، بلکې داسې افراد هم تربيه کړو، چې هغوى وکولای شي په دوه کلونو کې بازار ته ننوځي . له هغو کسانو چې د ناامنۍ ، اقتصادي ، فرهنګي او ټولنيزو ستونزو له امله ترې زده کړې پاتې دي . د هغوى د زده کړو د بشپړېدو لپاره چمتوالی لرو د دوی استعدادونه باید د سن له امله له زده کړو پاتې نه شي . د کانکور ازموینه هم باید په بنسټيزه توګه اصلاح شي . ښوونځي د تدریسي کیفېت پر اساس برابرو، چې شاګردان له لوړو زده کړو پاتې نه شي . هغه ځوانان چي بیا له ښوونځي او پوهنځي پاتې کیږي ، د نړۍ والو تجربو له مخې دوی ته داسې پروګرامونه برابرېدالای شي، چې په لسو اونیو کې نیمه مسلکي شي . نوموږ به دکار یوه کلنه قوه مطرح او عملي کړو، چې د هغې په ترڅ کې نازده کړي ځوانان له لسو اونیو تر شپږو میاشتو د عملي کار په بهير کې مسلکي زده کړې وکړي . او وروسته به په لویو ، منځنیو او وړو شرکتونو کې د قرارداد پر اساس ورته کار پیدا شي . موږ به دغو ځوانانو ته د لنډمهال کار او زده کړو شرایط په هغو هېوادونو کې برابر کړو، چې پیاوړي ساختماني ظرفیت لري .
د پوهنې په برخه کې په وروستیو کلونو کې لاسته راوړنې شته، دا چې لس ميلیونه هلکان او نجونې ښوونځیو ته ځي دا د پام وړ لاسته راوړنه ده، د کمیت په لحاظ ښه پرمختګ دی. خو د تعلیمي معیارونو کیفیت ضعیف دی چې لاملونه یې دا دي: • په دولتي ښوونځيو، مدرسو او پوهنتونونو کې د درسي موادو کموالى، د معیاري لابراتوارونو نشتوالى، د ښوونځیو نشتوالی او د مجربو ښوونکو کمبود. • شخصي تعلیمي ادارو او پوهنتونونو ستونزې رامنځته کړې؛ په دې ډول تعلیمي موسساتو کې د ټولو معیارونو کچه ټیټه ده، غیرحاضر زده کوونکي هم د کال په پای کې د بریالیتوب سند ترلاسه کولای شي. • اول خو د معیاري ښوونکو شمېر کم دی او چې دی هم په ورځ کې څو ځایه په دولتي او شخصي پوهنتونونو کې درس لري. د حل لاره دا ده:  د ښوونکو د ښه تربیت اوږدمهاله کورسونه د دولت په چوکاټ کې جوړ شي.  بهرنیو هېوادونو ته د لوړو زده کړو لپاره د سکالرشېپونو له لارې محصلان او حتی ښوونکي او استادان ولېږل شي.  د معیاري ښوونکو میاشتنی معاش باید لوړ وي، تر څو مجبور نه وي د ورځې درېيو پوهنتونونو ته ولاړ شي.  دولتي ښوونځي او پوهنتونونه وده وکړي او دولت د خپلې بوديجې زیاته برخه په دې برخه کې په کار واچوي.  شخصي پوهنتونونه هم باید د کار او کړنو اجازه ولري خو قوي شرط دا چې معیاري وي وسایل او ښه استادان ولري او زده کوونکی او محصل د حاضرۍ جداً پابند وي.
د فرهنګي روزنې د پروګرامونو په برخه کې موږ له ښوونيز نصابه نيولې تر فراغت او دندې پورې اقدامات په نظر کې لرو. تاسې ښه ټکي ته اشاره وکړه؛ بايد چې دغريبو کورنيو ماشومان د فيس نه درلودلو له امله له زده کړو او تحصيل پاتې نه شي. موږ د لوړو زده کړو دولتي او خصوصي موسسو ته دهغوى د جذب لپاره پروګرامونه لرو. يو يې هم د اجرت تنظم دى، چې هر لېوال محصل يې له عهدې نه ووځي، په ورته وخت کې به د دولت او خصوصي موسسو تر منځ هوکړه وشي، چې د ناتوانه محصلينو لپاره يوه د پام وړ فيصدي کمه او په وړيا ډول يې خپلو موسسو ته جذب کړي، بيا هم مننه چې موږ مو دغه مهم ټکي ته ځير کړو.