د هرات اوسېدونکى همايون شريفي وايي، چې خټګر دى. کله ورته کار پيدا کېږي، کله هم نه. په ډېرو خواريو کولى شي يواځې خپلې کورنۍ ته وچه ډوډۍ پيدا کړي. "آيا زه د نورو خلکو په څېر د ښه ژوند حق نه لرم؟" ستاسو اقتصادي پاليسي څه دهدا اقتصادي توپير څنګه کمولى شئ، چې يوتن د ورځې سل افغانۍ او بل په زرګونو ډالر عايد لري؟ او بل د خپلو پلانونو د عملي کولو لپاره مالي سرچينه څنګه برابروئ؟
وزګارتيا او د کارونو نه شتون زموږ د ټولنې اوسنۍ ناروغي ده، زموږ اقتصادي کړنلاره: د ملي پراختيا د ستراتيژۍ بيا کتنه او د اقتصادي متوازنې پراختيا، متوازن مالي او پولي سياست، د اقتصادي زېربناوو جوړول، د "دکار او کسب پروګرام" د ملي همغږۍ رامنځته کول، چې موږ به موخې ته ورسوي. د طبيعي سرچينو مديريت زموږ په کاري لومړيتوبونو کې دی، په دې برخه کې به څو خدمات د هېواد د ملي ګټو په محور کې رامنځته کړو.
زموږ اقتصادي پاليسي په لاندې بنسټونو او معيارونو ولاړه ده: - د کورني توليد بشپړملاتړ او د کورنيو پانګوالو د هڅونې په موخه په ورته توکو د اوچت محصول وضع کول. - د پانګونې توليد په برخه کې د پانګوالو لپاره له ګټې پرته پورونو ورکول. - د افغانستان اوسنيو شرايطو ته په پام سره د ټولو کورنيو توليداتو او نړيوالو مرستو په کارونه د بېوزلۍ کمول. - د وارداتي توليدي ماشينونو لپاره ګمرکي معافيت. - د ګمرکي سيستمونو اصلاح او نوي کول او هم له فني او تخنيکي نظره د هغو معياري کول. - د مافيايي او غيرمافيايي اقتصاد رېښې پرې کول. - د پانګونې او جواز اخيستلو پروسې ساده کول. - له نړيوال سوداګريز سازمان سره نښلېدل او په دغو برخو کې د زمينو رامنځته کولو هڅه. - د افغاني صادراتي توکو لپاره ګمرکي معافيت.
موږ اقتصادي وده دبې وزلۍ دلرې کولو اوسیاسي ثبات دټینګولو یواصل بولو.خواقتصادي وده یواځې اویواځې دافراط اوتفریط دمخنیوي لپاره کافي نه بولو.نړۍ والوتجربوداښودلې و چې اقتصادي وده اوټولنیز خدمات دیوبل لازم اوملزوم دي.نوزموږ اقتصادي پالیسي داده چې دغوسکتورونو ته ځانګړې پاملرنه وکړو: ۱:کرنه ،مالداري ،ځنګلونه ۲:کانونه ،اوبه ،برېښنااو... ۳:صنعتي تولیدات ۴:ساختمان ۵:عمده اوپرچون تجارت،رستورانتونه اوهوټلونه ۶:ترانسپورت،زخیرې اومواصلات ۷:اونور فعالیتونه له اوسنیوستونزو نه وتل یواځې دیواقتصادي نظام روښانه هدف غواړي،زموږ موخه دیو متحرک ملي اوتولیدي اقتصادي نظام منځته راوړل دي،چې وکولای شي دپانګه والو ،خلکو اوپه تېره ځوانانو لپاره دوامداره اوګټور کارپيداکړيد مستحلکینو باکیفیته خدمات او اجناس ، ددولت عواید چې د بې وزلو اونورو هېوادوالو لپاره د خدماتو وړاندې کولو وسیله وي او ددولت لپاره دمنظمو عوایدو لاره چاره برابره کړي . د یو مصرفي نظام بېلګې لوی ودونه ، قېمتي موټر، ګاڼې ، جامې او داسې نور دي، چې په لویه کچه پرې پیسې لګول کېږي . خو ددوامداره کار او ودې لامل نه ګرځي . په دې نظام کې سیالۍ داصراف تر پولو رسيږي ، ولس ته پایداره ګټه نه رسوي . په یو تولیدي نظام کې بیا پیسې په پانګې بدلېږي ، دوران یې ددوامداره ودې د یوه هېواد اقتصادي ودې او دولس دژوند دپرمختګ لامل ګرځي . شرکتونه د یو تولیدي نظام هستي دي . ځکه ددوی حرکت او تشبث هم وده کوي او هم په دوامداره توګه پر نوو شتو سکتورونو دتشبث لاره پراخوي . دشرکتونو دفعالیت معیار او د دوی تولیدي اغېز پر نړۍ والو اومنطقوي معیارونو ولاړی دی.دبېلګې په توګه یوچینايي شرکت پردې بریالی شوی، چې یوه څوارلس پوړیزه ماڼۍ جوړه کړي .په داسې حال کې چې په نورو وروسته پاتې هېوادونو کې دغه ماڼۍ دپنځواو ان شپږو کلونو په بهیرکې نه شي جوړېدلای،نوپه تولیدي برخه کې معیاریواځې دپیسو مصرف نه، بلکې دهغه اغېزمن لګښت دی.د نړۍ والو تجربو له مخېو یوتولیدي نظام څلور کړۍ لري:تولیدي شرکتونه ،تولیدي حلقې ،تولیدي شبکې اوملي رقابتي نظام.
تاسومحترمورورهمایونشریفيچېخټګریاست،ستاسولهمهارتونوبایدکارواخیستلشي،تاسېښهمعمارشئتاسوتهداټولنهاحتیاجلريتاسوتربل هرچاحلالهروزيترلاسهکوئ. زماحکومتکهراځيانشااللههڅهبهکومچېستاسودحلالوخوړوکارتهتوجهوشياوستاسوورځنۍمزدوريبایدزیاتهشي،کهستاسوعمرډېروينوستاسوداولادونولپارهبایددوړیازدهکړېبندوبسوشيترڅوستاسوزامنښهانجنیرانشياوستاسوژوندهمورسره ښهشيالله (ج) دستاسوپهروزيکېبرکتواچوي. زماحکومتبهانشااللهکوښښکويد داخليعوایدومنابعپیدا کړي،دفسادمخنيویوشيخوپهاوسنيحالتکېبههمدمعاشونوزیاتتوپیرتهپامساتم، ترڅوداډالريمعاشونهپایومومي.دافغانیولهمخېدمعاشونودازیاتتوپیرلهمنځهولاړشي،دلتهدخارجیانوهمپهزرګونوډالرهمعاشدیچېپه دېهکلههمبایدتعادلرامنځتهشي.داقتصاديسرچینودپيداکولولپارهمېپهپورتنیوموادوکېپورهپه تفصیللیکليخویوښهاقتصاديټیمکولای شيداقتصادياو نورومهموسرچینودپیداکیدوپههکلهښېمشورېراکړياودااقتصاديټېمبهله سکتوريوزارتونوپرتهدریاستجمهوريپهاډانهکېجلایوفعالجوړښتويچېښهپوهاومجرباقتصاديپوهانبههلتهتوظیفشي.
ستاسې د پوښتنې يوې برخې ته مې ځواب درکړ، هو موږ داسې اوبه لرو، چې نه دي کارول شوې، د بندونو د جوړولو لپاره هم پروګرامونه لرو، تاسې پوهېږئ، چې ددغه کار طرحه کول، سروې او تمويل پراختيايي پروګرامونو او بهرنيو مرستو ته اړتيا لري.په دې اړه له مرسته ور کوونکو سره بحثونه پيلوواو دوام ورکوو.