په کابل کې يو ٨٥ کلن سړى چې سترګې يې ديد نه کوي ، وايي : (( د ١٢ کلن لمسي په مرسته د راى ورکولو د کارتونو د وېش مرکز ته ولاړم او کارت مې واخيست ، د ټاکنو په ورځ هم له خپل لمسي سره ځم او رايه ورکوم . ))
دغه زوړ سړى، چې محمد عالم نومېږي ، وايي دجمهوري رياست په تېرو ټاکنو کې يې د ځينو ستونزو له امله، د راى ورکولو کارت نه و اخيستى ، خو اوس کارت لري او په بې صبرۍ د ټاکنو د ورځې ( دزمري ٢٩مه ) په تمه دى .
نوموړي ، چې د زمري په ٢٤مه، دکابل ښار په خېرخانه مېنه کې په خپل کور کې له پژواک خبري اژانس سره ديوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې خبرې کولې، زياته کړه : (( زه خو ليدلى نه شم ، خو خپل لمسى د راى ورکولو تر مرکزه له ځان سره بيايم ، څو د راى ورکولو په پاڼه کې زما د خوښې کس په نښه کړي . ))
 محمد عالم د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو ټاکنې يوه ملي او د افغانستان د خلکو لپاره برخليک جوړوونکې پروسه وبلله .
هغه د راى ورکولو له شرايطو سره پر ټولو برابرو افغانانو غږ وکړ ، څو په دې پروسه کې ګډون وکړي او يوه پوه، هېواد پال او ريښتوني کس ته رايه ورکړي .
  محمد عالم ، چې له درېيو کلونو راپدېخوا يې د لينوتايپ په ماشين کې د څلوېښت کلن کار دفشار له امله، خپل ليد له لاسه ورکړى دى ، ٤ لوڼې ، ٤ ځامن ، لمسيان او کړوسيان لري .
نوموړي وويل چې د خپلې کورنۍ ټولو غړيو ته يې ، چې د راى ورکولو له شرايطو سره برابر دي ، ويلي دي ، څو په ټاکنو کې برخه واخلي .
هغه د افغانستان له ټولو خلکو څخه وغوښتل ، چې د هېواد د ابادۍ او بيارغونې لپاره له راتلونکي ولسمشر سره مرسته او کار وکړي .
همدارنګه نوموړي زياته کړه : (( د افغانستان راتلونکى ولسمشر بايد په خپلو ژمنو وفا وکړي ، له خلکو سره ريښتينولي ولري او د خلکو له ستونزو خبر وي . ))
دى د هېواد له راتلونکي ولسمشر څخه غواړي ، چې د ځوانانو لپاره دکار زمينه برابره کړي ، څو دغه بشري ځواک د مزدوري لپاره بهر ته ولاړ نه شي او د بهرنيانو منت پرې بار نه شي .
نوموړي ، په خپله خوا کې هوار جاى نماز ته اشاره وکړه او ويې ويل، چې له پنځه ګونو لمونځونو ، خداى ( ج ) ته د شکر له ادا کولو او دهېواد دسولې او ارامي لپاره له دعا پرته، بل کار نه شي کولى .
هغه زياته کړه : (( زما کار دعا کول دي ... خداى تعالى دې افغانستان بيا دجګړې او بربادۍ پر لور نه بيايي ، څو زه او د افغانستان ټول خلک په ارامي ژوند وکړو . ))
 هغه زياته کړه : (( د داوود خان په وخت کې افغانستان ته ټلوېزيون راغى ، د مکرويانو بلاکونه جوړشول ، آن د اوسپنې پټلۍ هم طرحه شوه، چې بايد جوړه شي ، دموټرو لپاره هوايي پلونه او زرګونه نور کارونه پيل شول . ))
محمد عالم دهېواد اوسنى ولسمشر حامد کرزى هم د ملي يووالي سمبول وباله او زياته يې کړه : (( په نړۍ کې د افغانستان نوم بد شوى و، همدغه سړي، دې هېواد ته يو ځل بيا ملي او بين المللي هويت ورکړ . ))