نیلي (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۸): د دایکنډي ځینې ښځې په داسې حال کې چې په ټاکنو کې ګډون ته چمتو دي، خو اندېښنه لري چې ښايي درغلۍ او سرغړونې دغه ملي بهیر اغېزمن کړي او د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه غواړي چې د ټاکنو روڼوالی وساتي او د سرغړونو مخه ونیسي.
نیلي (پژواک، ۳۰ غبرګولی ۹۸): په دایکنډي کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ساحوي دفتر وايي چې د تقویتي نوم لیکنې مرکزونو په زیاتولو کې هېڅ صلاحیت نه لري او که خلک په ځانګړې توګه ښځې غواړي چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ګډون وکړي، باید نوم لیکنه وکړي.
نیلي(پژواک، ۲۵ غبرګولی ۹۸): د دایکنډي ولایت اوسېدونکي د تقویي نوم لیکنې له کمښت څخه شکایت کوي او وايي، د لارو د سختوالي له امله ښځې او معلولین نه توانېږي چې نوم لیکنه وکړي او ممکن په ټاکنو کې د ښځو ګډون کمرنګ وي.
نیلی(پژواک، ٢٥ سلواغه ۹۷): سره له دې چې په دایکنډي ولایت کې ښځې د کورنۍ د اقتصادي ودې لپاره له نارینه وو سره اوږه پر اوږه کار کوي، خو د مناسب ځای د نشتون او له کوره بهر د ښځو کار ته منفي لید دوی مجبورې کړې چې د نارینه وو جامې واغوندي. فرهنګي کمزورتیا، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او له کور بهر د ښځو د کار په اړه منفي لید، د کار لپاره د مناسب ځای نشتون او په کوڅو کې د ښځو ځورونه د ښځو د اقتصادي ځان بساینې پر وړاندې عمده ستونزې دي.
باميان (پژواک، ١٨ تله ٩٤): سږ کال د دايکنډي بادامو له حاصلاتو څخه څه باندې يو ميليارد او پنځوس ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه شوي چې دا خوندوره او د لوړې بيې مېوه هند ته هم صادرېږي. بادام چې د دايکنډي ولايت د مهمو کرنيزو محصولاتو او وچو مېوو له ډلې څخه دي، زرګونه بڼوال له دې لارې د خپل ژوند اړتياوې پرې برابروي. د دايکنډي د کرنې رياست شمېرې ښيي چې تېرکال د بادامو حاصلات کابو ٧٧٠٠ ټنه وو، خو سږ کال ٧٠٠٠ ټنه ته رسېږي.
باميان (پژواک، ٨ وږى ٩٤): د دايکنډي ولايتي شورا د ناقانونه وسله والو د شتون په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وايي، دا کسان دومره پياوړي شوي چې يو شمېر پوليس يې نيولي او وسلې يې ترې اخيستې دي. د ولايتي شورا غړى هادي رحيمي زاده وايي چې په دې وروستيو کې لسګونو وسله والو کسانو د يوه کمين په ترڅ کې ٢٣ پوليس منسوبين له رينجر موټرو او وسلو سره په اشترلي ولسوالۍ کې نيولي دي. هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا وسله وال د "پسران مُبلغ" په نوم يوې ډلې پورې تړاو لري چې دوه پوليس يې هم ټپيان کړي دي.
باميان (پژواک، ٥ زمرى ٩٤): د دايکنډي نوې والي چې د هېواد په کچه دويمه ښځينه والي ده وايي چې ټولو چارو ته به له څېړنې او کتکورۍ وروسته، د دولت او موسسو په مرسته رسېدنه وکړي. د سيمه ييزو ارګانونو ادارې تېره مياشت د دايکنډي د والي په توګه معصومه مرادي معرفي کړه، خو نوموړې د ولسي جرګې د ځينو وکيلانو د مخالفت او د ښځو د لاريون له کبله، دايکنډي ته نه وه تللې.
نيلي (پژواک، ١٠ چنګاښ ٩٤): په دايکنډي ولايت کې د تاوتريخوالي، بې اندازې خپلواکي او د ديني عقايدو د پيکه کېدو له امله زيات شمېر نجونې او ښځې پر ځانوژنو لاس پورې کوي او ځانوژنه په يو دود بدله شوې ده. د بشري حقونو سيمه ييزې شمېرې ښيي چې له يوې اونۍ په لږ موده کې په دغه ولايت کې د ځان وژنې څلور پېښې ثبت شوې چې وروستۍ پېښه يې تېره ورځ په شهرستان ولسوالۍ کې د يوې نجلۍ ځانوژنه وه. دا ١٨ کلنه نجلۍ نالوستې وه او د کورني تاوتريخوالي له امله د زهرجنو درملو په خوړو يې ژوند ته د پاى ټکى کېښود.
کابل(پژواک،۱۵ غبرګولى ۹۴): د لومړي ځل لپاره د دایکندي ولايت لپاره يوه ښځه د والي په توګه وټاکل شوه. د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې معصومه مرادي د دایکنديولايت او محمد انور اسحق زى د زابل ولايت لپاره د واليانو په توګه ټاکل شوي دي . خبرپاڼه زياتوي چې ياد کسان د سيمه ييزو ارګانونود خپلواک کمېسيون له خوا وړانديز او ولسمشر منظور کړي دي. په خبرپاڼه کې د يادو دواړو کسانو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي ، خو يادونه شوې چې ياد کسان د لوړو زده کړو او اداري تجربې خاوندان دي .
نيلي (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٤): د دايکنډي ولايت د امن يواځېنۍ خونې ته د راغلو نجونو او ښځو له ډلې يواځې د څو محدودو ښځو ستونزې نا حل پاتې دي او له نورو خپلوانو يې ژمنه اخيستل شوې چې هغوى ته به ستونزې نه جوړوي. د امن خونه د ١٣٩٢ لمريز کال په وروستيو کې د دايکنډي په مرکز کې فعاليت پيل کړ او د تېر کال په پرتله ورته د ښځو او نجونو راتګ کم شوى دى. د دايکنډي د امن خونې مشره عزيزه ذبيحي وايي چې د ١٣٩٢ کال له وروستيو تر اوسه پورې له ٤٨ مېرمنو څخه په دې خونه کې ملاتړ شوى. ٣٤ يې په ١٣٩٣ او ١٤ يې په روان کال کې د امن په دې خونه کې ژوند کاوه.