کابل – د افغانستان خلکو سږکال په پارلماني ټاکنو کې يو ښکلى او بې سارى انځور له ځانه وښود، داسې انځور چې د هېواد د پرمختګ په برخه کې د رغنده بدلون او د برخليک ټاکلو لپاره د پياوړې ارادې او د ډيموکراسۍ د تمرين ښکارندويي کوي. د رايې اچوونکو ترڅنګ، څه دپاسه ١١٤٠٠ څارونکو د نوماندانو د ټاکنيزو فعاليتونو له بهير او د ټاکنو په ورځو کې د رايې اچونې او د رايو شمېرنې له پروسې څخه څارنه وکړه. دغه څارونکي د يو شمېر بنسټونو له خوا د افغانستان په ٣٣ ولايتونو کې ګومارل شوي وو چې په دغو بنسټونو کې: د افغان ښځو لپاره د بشر حقونو د روزنې مرکز، د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ (تيفا)، د افغانستان د ټاکنو او روڼتيا د څار موسسه (ايتوا)، د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسه (فيفا)، د افغان مدني ټولنې مجمعه (مجما) او د افغاني معلولينو لپاره د بايسکل چلونې او بيارغونې تفريحي موسسه (ابرار) په کې شاملېږي.

د بشپړ راپور لوستلو لپاره دلته کلېک وکړئ...