Data Gathered Date: 

Thursday, October 3, 2013 - 13:00

 سرپل ښار ( پژواک ٢٠ وږى ٩٢ ) : د سرپل ولايت اوسېدونکي په دغه ولايت کې د سړکونو د پخېدو او د برېښنا غوښتنې کوي.
دوی وايي، چې د سرپل ولايت شاوخوا ولايتونو تر ډېره د برېښنا له اسانتياوو څخه برخمن دي؛ خو د دوی د ولايت په مرکز کې هم په سمه توګه د برېښنا اسانتياوې نه دي برابرې شوي.
همداراز د دغه ولايت اوسېدونکي د سړکونو د پخېدو له امله ژوند په ستونزو کې ښکېل ګڼي، وايي، چې د ولايت په مرکز کې هم لا يو کيلومتر سړک نه دى قير کړای شوی.
د سرپل ولايت د لومړۍ ناحيې اوسېدونکي صفت الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لا هم د دغه ولايت په مرکز کې ژوند د قير کړای شويو سړکونو د نشتوالي او د برېښنا د کمښت له امله په لومړني حالت کې دی.
نوموړي زياته کړه، کله چې نورو ولايتونو ته ځي او هلته شوي کارونه ګوري؛ نو د خپل ولايت پر اوسېدونکو افسوس کوي، چې ولې ورته لوړپوړي چارواکي پام نه کوي.
 د همدې ولايت يو بل اوسېدونکي سيد علي پژواک اژانس ته وويل، دی نه پوهېږي، چې ښاروال هره ورځ په کومه چاره اخته وي.
نوموړي زياته کړه، چې دوی له داسې ښاروال څخه د سړکونو د قير کولو تمه لري، چې لا يې هم دفتر لوحه نه لري.
د هغه په وينا، په ټول ښار کې يو متر پوخ سړک نشته، ځای ځای کنډې کپرې دي، چې عام خلک يې په اوړي او ژمي کې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د سرپل ولايت د مرکز ښاروال کمال الدين له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې د دې خبرې پخلی وکړ، چې که څه هم د تېرو لسو کلونو په ترڅ کې د هېواد په ځينو ولايتونو کې د بيارغونې چارې ښې تر سره شوي؛ خو په سرپل ولايت کې يې نښې ډېرې کمې دي.
نوموړي په دغه ولايت کې د کار د نه کولو پړه پر لوړپوړو چارواکو واچوله، چې د مرکز د سړکونو پخوالي ته يې پام نه دی کړی.
د هغه په وينا، د سرپل ولايت مرکز کې څه کم ۴۰ کيلومتره سړکونه، جوړېدو، رغېدو او قير کولو ته اړتيا لري، تر څو د دغه ولايت اوسېدونکو ته د تګ راتګ اسانتياوې برابرې شي.
ښاروال کماالدين وويل: ((په روان کال کې د سرپل ولايت د سړکونو د پخېدو چارې روانې شوي   او موږ په دې هيله يوو، چې د همدې کال تر پايه به تر ډېره د سرپل ولايت د سړکونو د قير کېدو مشکلات حل شي.))
د دغه ولايت د مرکز اوسېدونکي ميرزا اسدالله پژواک اژانس ته وويل، چې سربېره پر دې، چې دغه ولايت ته له ترکمنستان هېواد څخه برېښنا لېږدول شوې، خو بيا يې هم برېښنا د نشت برابره ده.
نوموړي زياته کړه، چې په لومړي قدم کې برېښنا يواځې د ولايت په مرکز او په مرکز کې يواځې تر دولتي ادارو محدوده ده.
د هغه په وينا، د ولايت مرکز ته څېرمه له يو څو کليو پرته د دغه ولايت هېڅ سيمې ته برېښنا نه ده رسېدلې او چارواکو هم په دې برخه کې کوم جدي اقدام نه دی کړی.
د سرپل لوړپوړي چارواکي هم په دغه ولايت کې د سړکونو نه قير کېدل او د برېښنا نشتوالی ستره نيمګړتيا بولي؛ خو وايي، چې په تېرو څو کلونو کې ناامنۍ دغه ولايت په کرار نه دی پرې ايښی، چې د بيارغونې چارې دې پکې سمې تر سره شي.
د دغه ولايت والي عبدالجبار حقبين پژواک اژانس ته وويل، چې له تېرې مياشتې د ولايت په مرکز کې د اته کيلومتره سړک د قير کېدو چارې پيل شوي، چې په لنډو ورځو کې به بشپړې شي.
نوموړي د برېښنا د ستونزې په اړه وويل، چې د سرپل ولايت برېښنا له ترکمنستان څخه لېږدول شوې، چې لا يې ټول ولايت هم تر پوښښ لاندې نه دی راغلی.
د هغه په وينا، د برېښنا په مزو کې وخت ناوخته ستونزه پيدا کېږي، چې له امله يې برېښنا هم خوار ټکنۍ وي.
حقبين وويل، چې د برېښنا د ستونزې د حل په موخه بايد مرکزي دولت د دوی مرسته وکړي.
نوموړي زياته کړه، چې په دې وروستيو کې د دغه ولايت د امنيتي حالت په ښه کېدو دی، چې له امله به يې په هر اړخيزه توګه د بيارغونې چارې هم ګړندۍ شي.