Data Gathered Date: 

Thursday, October 3, 2013 - 13:00

سرپل دافغانستان په شمال کې موقعيت لري، دغه ولايت د مرکز په ګډون اووه اداري واحدونه لري.د ولايت مرکز، بلخاب، سنچارک، ګوسفندي، سوزمه قلعه ، صياد او کوهستانات يې له ولسواليو څخه دي . په دې راپور کې ددې ولايت د يو شمېر خلکو نظرونه اخيستل شوي، چې په لاندې ډول دي.
ښوونکې: خپلو لوڼو او زامنو ته مې په ټاکنو کې د برخې اخيستنې کارتونه اخيستي.
عارفه د سرپل ولايت د بي بي زينب د منځني ښوونځي ښوونکې ده، نوموړې په ټاکنو کې برخه اخيستنه د ټولو وجيبه بولي او زياتوي ،  ټول هغه وګړي چې قانوني سن يې پوره کړی وي، بايد په ټاکنو کې برخه واخلي. عارفه په ټاکنو کې د مېرمنو برخه حتمي ګڼي او وايي ټولې افغانې مېرمنې بايد د خپلو وروڼو تر څنګ په دغه ملي پروسه کې ګډون وکړي او د خپل برخليک په ټاکلو کې سهم ولري. عارفه پنځه اولادونه لري، نوموړې وايي ما مې دوو زامنو او يوې لور ته چې قانوني سن يې پوره کړی، د رايې ورکونې کارتونه اخيستي دي ، تر څو په راتلونکو ټولټاکنو کې ګډون وکړای شي.
 خبريال: عام وګړي د رايي په ارزښت پوهوم او ټاکنو کې يې برخې اخيستنې ته رابولم
فيروز سلطاني د بلخ پوهنتون له ژورناليزم پوهنځي څخه فارغ  دی، نوموړی اوسمهال په سرپل ولايت کې له يوې سيمه ييزې راډيو سره د خبريال په توګه کار کوي. سلطاني وايي: (( زموږ په ټولنه کې په ټولټاکنو کې تر ګډون د مخه پکار ده چې نالوستي وګړي د رايې په ارزښت وپوهول شي او بيا په ټاکنو کې برخې اخيستنې ته راوبلل شي. )) نوموړی وايي په دې کار سره به موږ د يوه ښه نظام د رامنځته کېدو شاهدان يو او د خپلو رايو په واسطه به مو وړ ولسمشر ټاکلی وي. سلطاني وايي ، چې ټولې افغاني رسنۍ بايد د نالوستو وګړو د پوهاوي په برخه کې کار وکړي او د بېلابېلو پروګرامونو له لارې خلک د رايې او ټولټاکنو په ارزښت پوه کړي.
 نجار: ورځ تر بلې په امن کې کار او ژوند کوم
د سرپل ولايت يو اوسېدونکی، فدا محمد وايي: د تېرې لسيزې په پرتله يې په سيمه کې امن راغلی  ، کار و بار او ژوند يې ګډ پرمختګ کړی  او لامل يې د ټاکنو د لارې د مشروع نظام رامنځته کېدل او د ملي ځواکونو شتون بولي. نوموړی وايي ، چې که همدا ولس د ټولټاکنو له لارې ځانته غوره ولسمشر وټاکي، نو د يوه پياوړي نظام خاوندان به يو او په ترڅ کې به يې له فقر، نا امنۍ او بې چارګۍ ځينې خلاص او اسوده ژوند ولرو چې دا هر څه په ټولټاکنو کې د برخې اخيستنې او خپلې رايې د مثتبې کارونې په نتيجه کې رامنځته کېدای شي، نو پکار ده چې دغه چاره ترسره کړو.
لوبغاړی: ددې لپاره چې د سپورټ په برخه کې له  لا اسانتياوو برخمن شو بايد په ټاکنو کې برخه واخلم
د سرپل ښار اوسېدونکی، ۲۱ کلن روح الله ددې تر څنګ چې زده کړې کوي د فوټبال تکړه لوبغاړی هم دی. نوموړی وايي ځوان کهول ته پکار ده چې د خپل ښه راتلونکي په موخه د ټاکنو په ملي پروسه کې برخه واخلي او که برخه وانخلي ، نو بيا به د امنيت، اوبو، صحي خدمتونو او نورو سهولتونو د نه شتون د ګيلې حق نلري او نه به ورته لاسرسی لري. روح الله وايي  راځئ د خپل ښه راتلونکي لپاره په ټاکنو کې برخه واخلو.
سوداګر: د خپل تجارت د پرمختګ په موخه لا په ټاکنو کې برخه اخلم
قاري صابر په سرپل ښار کې د مبايلونو د پلورلو لوی دوکان لري، نوموړی وايي د حاکم نظام د رامنځته کېدو سره يې په سيمه کې کراري راغله او ورسره نوموړي ته د کار او تجارت فکر پيدا شو. صابر وايي د موبايل پلورلو په کاروبار کې يې خورا ګټه کړې او د ژوند رنګ يې ورسره ښه شوی. صابر وايي په راتلونکو ټاکنو کې به د ځان او د خپل هېواد د لا ښه راتلونکي لپاره برخه اخلي.
 بزګر: دا ځل به هم د ولايتي شورا او ولسمشريزو ټاکنو  په لومړي کتار کې ولاړ وم
خير محمد د بلخاب ولسوالۍ يو تن بزګر دی، نوموړی وايي په تېرو ټاکنو کې يې برخه وانخيسته، نو نه يې په ولايتي شورا کې وکيل درلود او نه هم په ولسي جرګه کې، چې د دوى غږ واوري خو تر څو په يادو مجلسونو کې د خپلې سيمې نماينده ولري او له دوى سره د اوبو د نه شتون، د کښتونو د ناروغيو په مخنيوي او ډېروو نورو ستونزو په هوارولو کې مرسته او لاسنيوی وکړي.
پوليس: د ټاکنو د ورځ د امنيت په ټينګښت کې زيار باسو
ضمير خان د سرپل د امنيه قوماندانۍ يو تن پوليس دی. نوموړی وايي زه او زما ملګري په سيمه کې د امنيت راوستلو او ساتلو په برخه کې شپه او ورځ خپل زيار باسو او ستره موخه مو دا ده چې د راتلونکو ټولټاکنو د ورځې امنيت ټينګ کړو، تر څو خلک په ارام زړه په ټاکنو کې برخه واخلي،  تر څو يو وړ ولسمشر وټاکل شي او يو مشروع او غښتلی نظام رامنځته شي.