کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۹۸) : د پژواک لخوا ترلاسه شوي سند کې په ډاګه شوې چې د ۸۴۹۴ محلونو رای بیا شمیرنه او څیړل کیږي.
ددغه سند پر بنسټ، دغه محلونه چی رای یې بیا شمیرل کیږي او څیړنه یې کیږي په لاندې ډول دي.
د کابل ولایت د ۱۱۹۷ محلونو، دننګرهار ۸۴۱ محلونو، د کندهار ۷۸۳ محلونو، د پکتیا ۷۴۰ مخلونو، د بغلان ۷۲۲ محلونو، د هلمند ۵۴۲ محلونو، د پکتیکا ۴۰۷ محلونو، د غزني ۴۰۲ محلونو، د خوست ۳۵۰ محلونو او دبخشان د۳۲۲ محلونو رای بیا شمیرنې ته اړتیا لري.