چاریکار(پژواک، ۲۴ تله ۹۸): د پروان ولایت د شینوارو ولسوالۍ د رایې ورکولو د یوه مرکز اته کارکوونکي چې طالبانو نیولي وو لا هم له طالبان سره بنديان دي.
د پروان ولایت د یوې مسوولې سرچینې د معلوماتو له مخې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون اته کارکوونکي چې ددغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ په نمک اب سیمه کې په دنده ګومارل شوي وو د تلې د شپږمې پر ماښام کورته د تګ پر مهال طالبانو تښتولي وو.
دوی وايي چې دغه اته کسان د شینوارو ولسوالۍ د بېلا بېلو سیمو اوسېدونکي دي.