کابل (پژواک، ۲۸ تله ۹۸): د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان ځنډول، د ټاکنو کمېسیونونو کمزورى مدیریت او سیاسي فشارونه بولي او له دغو کمېسیونونو غواړي چې د ټاکنو د لومړنیو پایلو د ځنډولو په اړه د مستندو دلایلو پر بنسټ ځوابونه ورکړي.
د ټاکنو د مهالوېش له مخې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷مه او وروستنۍ پایلې د لړم په ۱۶ اعلانېدې.
خو تېره ورځ د ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ چې سرور ته د بایومټریک له ماشینونو څخه د معلوماتو د لېږلو د پروسې د ځنډ له امله یې د ټاکنو د لومړنيو پایلو اعلان وځنډاوه.